IQNA

ايت الله خاتمی: د وهابيانو مفتيان د قران او اسلام دشمنان دی

21:52 - March 25, 2013
د خبر لمبر: 2513407
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب، صهيونيسټ رژيم او د امريكا، انګلستان، او فرانسې دولتونه په عراق او سوريه كې د اوسنيو وژلو او تاوتريخوالی د زياتېدو لپاره پر هڅو تورن كړل. او وهابی مفتيان یې د اسلام او قران دشمنان وبلل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب، آيت الله سيد احمد خاتمی نن د لمونځ كوونكو په ټول كې وويل چې امريكا، اسراييل، انګليستان او فرانسه په منځنی ختیځ كې د خپلو سلطه غواړو سياستونو په چوكاټ كې، هڅه كوی چې له ترهګرو ډلو څخه په ملاتړ سره، په عراق او سوريه كې وژنې، تاوتريخوالی او اختلاف اچونې زياتې كړی او له دې لارې ددې هېوادونو د سرچينو د لوټولو لپاره زمينه برابره كړی.

د تهران د جمعې لمانځه خطيب پردې په ټينګار سره چې نړيوال استكبار د منځنی ختیځ د هېوادونو خپلواكی نه شی زغملای وويل چې سلطه ګر هېوادونه ددې موخو د پرځایښت د مخنيوی لپاره له هیڅ جنايته مخ نه اړوی او په عراق كې د وروستيو ترهګرو بريدونو څخه دبشری حقوقو ددې دروغجنو مدعيانو ملاتړ او د سوریې د ملت پرضد له كيمياوی وسلو استفاده ددې حقيقت ښه ثبوت دی.

آيت الله خاتمی د عراق او سوریې په اړه د لويدیځ له سياستونو څخه د سيمې د ځينو هېوادونو پر پيروۍ په نيوكې سره وويل چې د عربستان او قطر په شان رژيمونه دې پوه شی چې په سوريه او عراق كې له ترهګرو څخه مالی او وسله وال ملاتړ به له پښېمانۍ پرته بله لاسته راوړنه ونه لری.

د تهران د جمعې لمانځه خطيب د واهابيانو جنايتونو او د مسلمانانو د وينې او مالونو د مباح بللو په اړه د هغوی فتواګانو ته په اشارې سره وويل چې ددې فرقې غړی له اسلام او قرآن سره خائنين دی او ددين ضد دی او د خدای د قهر وړ د ی.

آيت الله خاتمی همدارينګه د قزاقستان په الماتې كې له ايران سره په وروستيو اټومی خبرو اترو كې د لويدیځوالو دریځ ته په اشارې سره زياته كړه چې د ايران د اټومی موضضوع په اړه د پنځه جمع يوډلې د دریځ بدلون، له سوله ييزې اټومی انرژۍ څخه په استفاده كې پر خپل حق د ايران د ملت د ټينګار سره امله دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ۲۰۱۳ ميلادی كال په جون كې په ولسمشريزو ټولټاكنو كې د ايران د خلكو پراخ شتون د ارزښت وړ وباله او ټينګار یې وكړ چې په دې برخه كې د خلكو د مختلفو پرګنو ولولناك شتون د ايران له اسلامی جمهوری نظام سره عملی بيعت دی.
1206501

captcha