IQNA

په شام هر ډول حمله به د صهونيسټ رژيم د تباهۍ سبب شی

20:45 - September 13, 2013
د خبر لمبر: 2588810
سياسی او ټؤلنيزه ډله: دتهران دجمعې لمانځه خطيب آيت ا..محمد علی موحدی كرمانی نن پخپلو خطبو كې د شام وروستيو بدلونونو اوپه دغه هيواد دامريكا داحتمالی پوځی حملې ګونګوسو ته په اشارې سره وويل په شام به داحتمالی پوځی حملې نتيجې نه يوازې د تيریګرو هيوادونو لمن راګير كړی بلكې اسرائيل به هم د نړۍ له مخه پاك كړی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب هيله وښودله امريكادسورئې دبدلونونوپه باب عاقلانه عمل وكؤی او يوه بل جنګ ته په مخه كولو سره دې بياپه سيمې كې دبې ثباتيو اوناكراريو لامل نشی
هغه همدارازدمصراوسنيوحالاتوته په اشارې سره هم ټينګاروكړډيره دافسوس خبره ده چې دمصرپه څيريو متمدن،له ستروعالمانو،شخصيتونو اوڅیړاندوبرخمن هيوادل دغه ډول بوږنونكی برخليك سره مخامخ شی
ښاغلي آيت ا.. موحدی كرمانی دمصر اوسنۍ شخړې داسلامی هيوادونو دكمزوری كولو په چوكاټ كې دنړيوال صهونيزم او استكبار له دسيسو راپورته شوی وبللې او روښانه ئې كړه دمصر ولس بايد په يووالی هوښيارۍ او له يوه بل سره له ښكيليدا په ډډه كولو سره دخپلو دښمنانو په مقابل كې ودریږی
هغه ددې خبرې په كولو سره چې استكباری قدرتونه تل له زور،وژلو ، او بلاغوښتنو څخه په استفادې سره دټولو ملتونو پر ګټو اوسرچينو ددولكې په لټه كې دی روښآنه كړه دصهونيسټ رژيم رامينځةكول او په سيمې كې دلاسپوڅو حكومتونو واك رسول داسلام دكمزوری كولو او دنړيوال صهونيزم او استكبار دګټو دتامينولو په چوكاټ كې دی
د تهران دجمعې لمانځه خطيب همداراز دبشريت ددفاع او ورسره دمرستې لپاره دملګروملتو اوامنيت شورا ادعاګانې چټی او سوچه دروغ وبلل او وې ويل په حقيقت كې دغه اورګانونه داستكباری قدرتونو دسلطه غواړو او خپل سرو موخو ته په رسيدا كې ددغو قدرتونو لپاره په يوه آوزار بدل شوی دی
1287190

captcha