IQNA

د امریکې لخوا د هیوادونو د بایکاټولو د حقیقي علت په هکله د روسیې لیدتوګه

23:42 - August 13, 2018
د خبر لمبر: 3481423
نړیواله: امریکا د خپل بهرني سیاست د اهدافو په لړ کښې د نورو هیوادونو خلاف د ډول ډول بندیزونو په لګولو کښې ترټولو زیاته مخینه لري.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،  په حقیقت کښې لوړرتبه امریکايي چارواکي باوري دي چې د نورو هیوادونو په هکله د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره، دباؤ اچول په تیره بیا د (نیمه سخت) قدرت په چوکاټ کښې د بندیزونو اجرا یو اغیزمن او موثر اوزار دی. که څه هم د امریکې بندیزونه په مختلفو سیاسي، تجارتي، امنیتي او حتی د بشري حقوقو په پلمو د نورو هیوادونو په تیره بیا د هغې د سیالو او دښمنو هیوادونو خلاف لګي.
سره له دې هر څه، له ظاهري دلایلو په تیریدو سره د دې کړنلارې اصلي وجه د واشنګټڼ د ګټو تعقیبول دي. امریکې په شلمه پيړۍ کښې له اقتصادي جنګ څخه د خپلو دښمنانو او سیالانو خلاف د مختلفو مالي، تجاري او اقتصادي بندیزونو د لګولو په چوکاټ کښې ډیره زیاته ګټه پورته کړه.
دغه بندیزونه د امریکې له سیاستونو یا اقداماتو سره د مخالفت په پلمه او یا د بایکاټ شویو هیوادونو لخوا د امریکې د ګواښلو په ادعا سره لګیدلي دي. واشنګټڼ په یویشتمه پيړۍ کښې هم په پوره زور سره خپله د بندیزونو کړنلاره جاري ساتلې او نه یوازې دښمنان بلکې خپل ځیني انډیوالان او شریکان یې هم په بندیزونو ګواښلي دي. په دې لړ کښې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې وویل: د روسیې او ځینو نورو هیوادونو خلاف د بندیزونو حربې ته د امریکې د مخه کونې وجه دا ده چې دغه هیواد په راتلونکو کلونو کښې د خپلې سیاسي او اقتصادي پراختیا لپاره د سرچینو له کمي سره مخامخ دی.
زاخارووا څرګنده کړه: که سپینې ماڼۍ د روسیې، ایران او شمالي کوریا خلاف بندیزونه لګولي نو وجه یې دا ده چې د امریکې د راتلونکې ترقۍ لپاره د سرچینو په کمي او له هغو کړکیچونو د خوندي پاتې کیدو لپاره چې نن سبا ورسره نړۍ مخامخ ده، ښه خبر ده.
امریکې له ۲۰۱۱ کال څخه د (ماګنیتسکي قانون) په چوکاټ کښې د روسیې خلاف د بندیزونو لګول پیل کړل او له ۲۰۱۴ کال څخه یې د یوکرین د کړکیچ جوړیدو او سختیدو ته په پام سره د ماسکو خلاف څو مالي او اقتصادي بندیزونه ولګول. د ۲۰۱۷ کال په آګست میاشت کښې د امریکې ولسمشر ټرمپ د روسیې خلاف د (کاتسا) بندیزي قانون لاسلیک کړ چې د ماسکو خلاف د نویو او پراخو بندیزونو ضمانت ورکوي. دغه بندیزونه د تیلو او ګیس په پروژو او پر اروپايي شرکتونو منفي اغیز کولی شي. د ماسکو چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې له دې بندیزونو په تیره بیا د انرجۍ په برخه کښې له دغو بندیزونو د امریکې هدف د اروپا د ګیس په بازار کښې د روسیې د اقتصادي شتون محدودول دي چې اوس یې څه باندې دیرش فیصده برخه په لاس کښې ده.
امریکا د بالټیک سمندر له لارې د روسیې او جرمني ترمینځ د نورد سټریم-۲ په نامه د ګیس پایپ لاین له غزولو سره په مخالفت سره غواړي چې پر اروپايي هیوادونو خپل مایع ګیس خرڅ کړی شي او د اروپا د ګیس د تامینولو په برخه کښې د روسیې موقعیت تر څه حده په خپل واک کښې واخلي. دا شان څرګنده ده چې د ماسکو خلاف بندیزونو څخه د واشنګټن اصلي هدف د اقتصادي ګټو ترلاسه کول دي. د امریکې د حکومت او کانګرس په شمول د واشنګټن د چارواکو لپاره په سیاسي، اقتصادي او حتی پوځي ډګرونو کښې د خپل نظر وړ اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ترټولو غوره او اصلي اوزار د مختلفو هیوادونو خلاف د ډول ډول بندیزونو لګول دي.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې امریکایان په بندیزونو روږدي شوي دي، وايي: د امریکې د بهرنیو اړیکو تاریخ ښودنه کوي چې دغه هیواد د معمول په توګه د ډیرو هیوادونو خلاف ترټولو زیات بندیزونه لګولي دي.
captcha