ایکنا - د علوي مقدس آستان سره ا ړونده دارالقرآن د عراق په ۱۴ ولایتونو کې د قرآني غونډو د پیلیدا خبر ورکړی دی. ایکنانیوز د علوي مقدس آستان له قوله راپور راکوي، د علوي مقدس آستان د فکري او کلتوري چارو څانګې سره اړونده دارالقرآن، خپلې قرآني غونډې په نينوا، کرکوک، بصرې، ديالې، ذي قار، صلاح الدين، بغداد، واسط، ديوانيه، مثنی او د عراق په ځینو نورو سيمو کې پیل کړې دي.

ه دغو غونډو کې د علميه حوزې د استادانو يو ډله او د قرآني مطالعې څيړونکي ګډون کوي.
مقدس آستان دارالقرآن علاء محسن، د علوي مسؤل ټينګار وکړ: د دې پروګرام موخه د قرآني کلتور او پوهې پراخول او د عراق په بېلابېلو سيمو کې له قرآني ادارو سره د اړيکو پیاوړي کول دي. په دغو غونډو کې په قرآن کریم کې تدبر او د هغو په شخصي او ټولنيز پرمختګ کې اغېزې څيړل کېږي؛ همدارنګه ديني ادارو رول په اصيل قرآني ارزښتونو کې پياړي کولو باندې بحث کېږي.
دا نوښت د علوي مقدس آستان د هڅو يوه برخه ده چې ديني پوهه او قرآني کلتور پراخ کړي او له قرآن کریم سره اړيکه پياړۍ کړي چې له لارې ئې د عراق په ولایتونو کې بېلابېل ميداني پروګرامونه اجرا کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4310442