IQNA

د پاکستان د پوځ پر یوه کاروان د پاکستانیو طالبانو په بریدکې ۱۴پوځیان ووژل شول

15:10 - October 08, 2025
د خبر لمبر: 3491833
ایکنا – دتحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي تي پي وسله‌والو ترهه ګرو نن سهار وختي د افغانستان له پولې سره نزدې په مینځنئ کورمې  کې د پاکستان  پوځ او ایف سي پر یوه کاروان په برید کې د یوه ډګروال  او میجر پشمول ۱۲ عسکر وژلي دي.

دتحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي تي پي وسله‌والو ترهه ګرو نن سهار وختي د افغانستان له پولې سره نزدې په مینځنئ کورمې  کې د پاکستان  پوځ او ایف سي پر یوه کاروان په برید کې د یوه ډګروال  او میجر پشمول ۱۲ عسکر وژلي دي.

د دغه برید مسوولیت ټي ټي پي یا د پاکستانيو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د رسنیو د راپور له مخې، د کورمې ضلعې په شمال لوېدیځي  سیمو کې لومړی د سړک د غاړې د ماینونو چاودنه وشوه او وروسته ګڼ شمېر وسله‌والو طالبانو پر پوځیانو برید وکړې چې له امله یې د  ډګروال یا کرنل  او میجر پشمول۱۲ پوځیان ووژل شول.

د پاکستان پنځو امنیتي چارواکو دا پېښه تأیید کړې ده.

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي ، دغه عسکر د عملیاتو پر مهال وژل شوي چې په ترڅ کې یې د اورکزو  ضلعې په ګاونډۍ ولسوالۍ کې ۱۹ وسله وال ترهه ګر هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د پاکستانيو طالبانو تحریک (TTP) په یوه خبرپاڼې کې ادعا کړې چې د دوي وسلوالو وګړو د پوځ کاروان په نښه کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې ټي ټي پي، چې غواړي د پاکستان حکومت نسکور کړي او د افغانستان په شان د اوسني پاکستان په پښتنو سیمو کې هم د دوي د خوښې  اسلامي نظام راولي، د پاکستان  امنیتي ځواکونو پر ضد خپلو بریدونو ته ئې دوام  ورکړی دی.

د اسلام‌اباد  چارواکي وائي چې دغه وسله‌وال د افغانستان له خاورې د روزنې او د بریدونو د پلانولو لپاره کار اخلي، او ادعا کوي چې د دوی «ابدي سیال» هند د دغو ډلو ملاتړ او تمویل کوي، داسې ادعا چې کابل او نوي ډیلي دواړو رد کړې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165624

captcha