IQNA

ټرمپ په دوشنبې ورځې د اروپايي ـ اسلامي غونډې لپاره مصر ته ځي

14:38 - October 12, 2025
د خبر لمبر: 3491848
ایکنا - ځينې خبرې  سرچينې مصر ته د امریکا  د ولسمشر ټرمپ  د سفر تاريخ او د غزې په اړه د يوې اروپائي ـ اسلامي غونډې جوړولو په اړه خبر ورکړی دی.

 ايکنانیوز د سڪاي نيوز له قوله راپورر اکړی،  د اکسيوس  خپرونې د  خبرو  سرچينو له قوله وئيلي دي چې د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ غواړي چې د دوشنبې په ورځ یعني د تلې یا میزان د میاشتې په    مصر ته سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره وګوري.

د دې راپور له مخې، ټرمپ به  مصر ته په سفر کې د غزې د اوربند تړون  د لاسليک په  مراسمو کې ګډون وکړي چې په کې نور تضمين کوونکي هېوادونه لکه قطر، ترکيه او مصر هم ګډون لري.

څلورو خبرو  سرچينو ويلي چې ټرمپ غواړي ، د غزې تړانګې  په اړه يوه نړيواله غونډه جوړه کړي. دا غونډه به ښائي د سه شنبې په ورځ په شرم الشيخ کې د جرمني، فرانسې، انګلستان، ايټاليا، قطر، اماراتو، اردن، ترکيې، سعودي عربستان، پاکستان او انډونيشیا  د استازو په ګډون په مصر کې جوړه شي.

د يوه  امريکايي مقام په وينا، هیله  نه کېږي چې د اسرائيلو  لومړي وزیر، بنيامين نتانياهو،  په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

امريکائي چارواکو  تائيد کړې چې ټرمپ غواړي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې سپينه ماڼۍ د دې په اړه د نظر له ورکولو  ډډه کړې ده.

اکسيوس روښانه کړه چې دا غونډه به د ټرمپ د غزې د سولې د پلان لپاره نړيواله همغږي او ملاتړ سره مرسته وکړي، په ځانګړي توګه ځکه چې ځينې  کسان  د حماس او اسرائيلو  ترمینځ مسئلې لکه واکمني، امنیت او بياجوړول لا هم حل شوې نه ګڼي.

هيله  کېږي چې ټرمپ به د دوشنبې په  سهار د فلسطين نیواکي ټآټوبو  او تل ابيب ته سفر وکړي او هلته به د صهيونستي رژیم په پارلمان کې وينا هم وکړي او د اسرائيلي بندیانو له  کورنيو سره به وګوري.

هغه بيا د مصر له  ولسمشر سره د ليدنې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل پلان لومړۍ مرحلې د لاسليک مراسمو کې د ګډون لپاره مصر ته ځي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې په  غزې تړانګې  کې د اوربند د تړون د لاسليک مراسمو کې ګډون لپاره مصر ته سفر کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4309974

captcha