IQNA

په ترکیې کې د ښیرازه غرونو په سر کې قیبله جومات(فیلم او انځوریز راپور)

14:39 - October 04, 2025
د خبر لمبر: 3491806
ایکنا - د ترکیې په ريزه ولايت کې  د تور سمندر   په بره غره کې د قبله غر مسجد  د  خپلې جذبونکې  طبيعي ښکلا له امله،  چې ئې لري، په وروستيو کلونو کې د عربو  او  نورو بهرنیو مسلمانو سیلانیانو او همدارنګه ځايي کتونکو لپاره نوی ټوریسټي  ځای ګرځیدلی دی.

 ایکنانیوزد  طرابزون  له قوله راپور راکړی،د قبله غر په سر،په يو زر  يو سل او درو میټرو لوړوالي کې، په  ريزه ولايت کې په ګوني سو ولسوالۍ کې، چې د ترکیې  په شمال ختيځ کې موقعیت لري، يو مسجد په پوره عظمت او ښکلا کې واقع دی. دا مسجد چې خپل نوم له غر اخيستی، مسجد قبله دی او له رغونې  او بيا جوړولو وروسته، د نباتاتو او ونو څخه پوښل شويو غرونو په  مینځ  کې يوه ډیره په زړه پورې  او ښکلې منظره ښکاره کوي او په  سيمې کې  ډېر کم  جوماتونه  دي چې په مسحورکونکې ښکلې سيمې کې موقعیت لري.

 

 

 

فیلم | قبله؛ مسجدی بر فراز کوه‌های سرسبز ترکیه

دا غر په دې خاطر کې د قیبلې په لور  ئې مخ دی، «القبله» په نوم مشهور دی او د  ترکیې  له ډېرو ځايونو څخه څرګندیږي. دا مسجد چې مخینه ئې  نولسيمې پېړۍ ته رسيږي، په يوې پروژې کې چې يو نیم کال ئې  دوام وکړ، بيا جوړ شو. دا جومات چې په پيل کې له لرګيو جوړ شوي ؤ، په ۱۹۶۰ کال کې د اور لګېدنې له امله زیانمن شو او بيا له ډبرو څخه  جوړ شو.

 جومات ته د رسيدو لار چې د غر په سر کې ده، هم د دې پروژې د يوې برخې په توګه بيا جوړه شوه او د تګ راتګ لارې،  د دمَې  ځايونه او باغونه جوړ شول چې   کتونکي پکې استراحت کولی   او خوندتر اخستلی شي. واخلي.

فیلم | قبله؛ مسجدی بر فراز کوه‌های سرسبز ترکیه

د جومات په بهرني انګڼ کې، د ترکیې بیرغ چې ۱۵ میټره لوړ دی، رابرسیره کیږي او له لیرې  څخه هم څرګندیږي.

د جومات مسؤلانو  دا يو تخنیکي اثر ګڼلی چې په راتلونکو کلونو کې به د مسلمانوسیلانیانو  ډېر پام ځان ته راواړوي او په يو ډېر مهم ټوریسټي مرکز  به بدل شي.

فیلم | قبله؛ مسجدی بر فراز کوه‌های سرسبز ترکیه

https://iqna.ir/fa/news/4307238

captcha