ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د وقف او خیرایه چارو د ادارې له خوا د قرآن کریم د ملی سیالیو د ۴۸ پړاؤ د نهایی مرحلې په اړه خبري غونډه، پرون د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۰ کې د د قاضیانو د پلاوي د مشر عباس سليمي؛ د اوقافو د ادارې د قرآنی چارو د مرکز مدیر حمید مجیدیمهر؛ د دغې ادارې د قرآني چارو د مرکزد مرستیال مدیر محمد شکيبا په ګډون سره ترسره شوه.
مجیدیمهر ددغې غونډې په پیل کې د دغو سیالیو په مرکزي کمیټې او په کردستان ولایت کې د ترسره کوونکو مسؤلانو څخه مننه وکړه، د نهایی مرحلې د پرانیستې دستورې د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۶ او نهائي دستورې د لړم د میاشتي په ۵ دوشنبې ورځې په سنندج کې د ترسره کیدا په اعلان سره وویل: دا سیالئ چې اوس ئې مونږ د ۴۸ پړاؤ په درشل کې یو، د هغو کسانو د وقف املاکو، پانګونې یا خدماتو له برکت څخه دي چې د هغو عواید او ګټې د قرآن کریم د خدمت، تبلیغ او دودیدا لپاره مصرف شوي دي.
هغه وویل: دا اداره هغه څه چې د وقفي امکاناتو په توګه ئې لري، په قدر پوهېږي او که څه هم په قرآني چارو کې هڅه کوي چې پېښې د نوو ټیکنالوژیکي امکاناتو په کارولو سره ترسره کړي، خو تر ټولو زیاته سپما به هم وکړي.
د وقف او خیراتو ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر زیاته کړه: ددغې ادارې د قرآن کریم ملی سیالۍ ،د قرآن ځانګړي سیالیو تر ټولو عام سیالۍ دي. په کال کې له سلو څخه زیاتو قرآني سیالیو کې تل ګډون کوونکي ځانګړي دي، خو د اوقافو په سیالیو کې د ټولې ټولنې پرګنې شاملې دي.
دا قرآن دغه نړیوال قاری د دې چې ۴۸ پړاؤ د قرآن د ملي سیالیو د "قرآن، د یووالي کتاب" په شعار سره ترسره کېږي، او څو کاله کېږي چې دغې پېښې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن د رسمي سیالیو نوم ورکړل کېږي، روښانه کړه: په دې پړاؤ کې له ښاري مرحلې څخه، ۶۱ زره کسانو نامې ثبت شوي وې، چې ۲۴ زره نارینه او ۳۷ زره ئې ښځې وې او سږ کال دغو سیالیو د ۴ زره سُنی مذهبي کسانو د خوښې وړ او استقبال سره مخ شوې دي.
مجیدیمهر زیاته کړه: د دغه پړاؤ د سیالۍ پر ترسره کولو سربېره چې د نارینه وو برخه به د سنندج په فجر کلتوري کمپلیکس کې او د ښځو برخه به د دې ښار په سلیمان خاطر تالار او هال کې وي، پلان شوي چې په کردستان ولایت کې په بېلابېلو ولسواليو کې ۱۲۰ قرآني محفلونه ترسره شي. د تلې دمیاشتې له ۱۵ څخه مونږ د دغو محفلونو د ترسره کېدو شاهدان یو او د دې موخې لپاره ۱۶ نړیوال قاريان ټاکل شوي دي چې د ولایت ظرفیت او د خلکود تاوده هرکلي په پام کې په نیولو سره به ، د دغو محفلونو شمېر ۲۰۰ محفلونو ته زیات شي.
https://iqna.ir/fa/news/4310177