IQNA

 په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړول ضروری دي

17:44 - September 19, 2021
د خبر لمبر: 3484656
تهران (ایکنا) – دایران د خارجه وزارت ویندوي  پردې په ټینګار سره چی افغانستان باید له ترهه ګرۍ پرته ډاډمن او امن ځای وی ، جوته کړه افغانان باید د خپل راتلونکی په اړه له بهرنۍ لاس وهنې پرته فیصله وکړی

 ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده نن په خبري غونډه کې د شانګهای د ملګرتیا سازمان په ترڅ کې د افغانستان په اړه د خبرو اترو په اړه وویل د دغوخبرو اترو نتیجې به ژر اعلان شی .

خطیب زاده جوته کړه په دغه سفر کې د افغانستان په اړه د ایران د ولسمشزر سید ابراهیوم رییسی او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په وسیله بیلا بیل دوه اړخیزه مزاکرات ترسره شوی او دا موضوع د تاجیکستان د غونډې یو اصلی چورلیز وو .

خطیب زاده پر دې په ټینګار سره چی افغانستان باید له ترهه ګرۍ پرته ډاډمن او امن ځای وی،جوته کړه افغانان باید د خپل راتلونکی په اړه له بهرنۍ لاس وهنې پرته فیصله وکړی.

د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل افغانستان باید د خلکو په فیصلې او ارادې سره همداراز د خپلو ګاونډیانو لپاره امن ځای وی .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i105840

captcha