د آسمانونو په خقلت او پنځونې کې هم دقیق او حیرانونکی نظم نغښتی دی؛ أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا» (نوح: 15). د طباق کلمه په نظم او غږملتیا سره خلقت او پنځون دی. د ؛ظریف نظم؛ عبارت چې د شلمې پيړۍ په وروستیو کې ورڅخه استفاده پیل شوه ،په حقیقت کې په آیتونو کې موجود همدغه حقیقت نندارې ته وړاندې کوي. دا چې نړۍ دانسان د ژوند لباره په یوه آئيډئيل په بڼه په ټولو جزیاتو کې ډير حیرانونکی نظم او پلانونه لري.
البته قرآن کریم ددغه لوي نظم یوازې هغو برخو ته چې د انسانانو لپاره د فهم او لاس رسي وړ دي اشاره کوي. دباران له ورښت او د بوټو له راټوکیدا رانیولې دآسمان تر عظمت ، د غرونو تر خوریدا ،د وچې دښتې او سمندرونو تر پراختیا او د موجوداتو تر حیرانونکي پنځونې او تر هغه څه پورې چې د انسانانو په نزدې کې دي، مثال وکروي څو د ناظم په نظم مو پوهه کړي. او لارښونه مو وکړي.؛ «أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَی الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ * وَإِلَی السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ * وَإِلَی الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ * وَإِلَی الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ» (غاشیه 17-20).
حقیقت دا دی چط غه نظم او دقیق حساب له الهی حکمت سره یو ځاي په هر یو شی کې ځلا موندلې ده . د دنیا موجوداتو دټاکل شوي موخو په اساس د هستۍ په ډګر کې ګام کیښودلی دی او د ځانګړي کار و ماموریّت هره ښکارنده په غاړه لري. «إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ» (قمر: 49). په حقیقت کې یوه داسې حیرانونکي او نړۍ ئې انځور کړې ده چې ټولې برخې ئې له واړو تر لویو برخو پورې پخپل ښه ځاي کې واقع کړي او د واحد، حکیم ، مدبّر او توانمن خداي تدبیر ئې دهر عقل او تفکر لرونکي لپاره نندارې ته وړاندې کړی دی.