IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع)/ ۱۶

د حضرت موسی (ع) د پیغمبرۍ په لاره کې له دعا څخه استفاده کول

13:47 - July 26, 2023
د خبر لمبر: 3487690
ایکنا – (تهران) په نړۍ کې له هغه وخته چې لومړی پیغمبر په ځمکه کې قدم کېښود، تر اوسه پورې هېڅوک نه دی توانیدلی چې په انفرادي او ټولنیز ډول له پیغمبرانو او امامانو څخه غوره، خلک ورزوي. له همدې امله، د دې لارښوونکو د روزنیزو تګلارو څېړنه له خورا ستر ارزښت څخه برخمنه ده. یو له دغو طریقو څخه دعا ده، چې د حضرت موسی (ع) په سیرت کې څېړل کېږي.

 یو له هغو طریقو څخه چې یو څوک کولای شي په اورېدونکو باندې روزنیزه اغیزه وکړي د دعا کولو طریقه ده. په ریښتیني معنی کې دعا دا ده چې یو څوک چې د درجې او رتبې له لحاظه په ټیټه کچه کې وي، باید په عاجزۍ او بې وسۍ سره له خدای څخه وغواړي چې په بشپړ ډول بې نیازه دی.

کله چې مختلف قومونه، مختلف مذهبونه او د دوی مختلف دودونه وینو، ګورو چې هر یو یې د ځان لپاره ځانګړي دعاګانې لري.

د دعا تر ټولو مهم حکمت او فلسفه دا ده، چې دعا د بندګۍ اعلان او د خدای په نه ختمېدونکې منبع باندې د تړلتیا او د بې وزلۍ اظهار دی. یو بل ټکی چې په دعا کې شتون لري او په بل ډول د انسان بندګي ثابتوي، هغه دا چې خدای پخپله د دې کار حکم کړی دی او دعا کول یو له الهي حکمونو څخه دی.

حضرت موسى (ع) زموږ يو له سترو پيغمبرانو څخه دا طريقه کارولې، چې تاسو يې لاندې لوستلی شئ:

  1. د دعا پر مهال آداب

 حضرت تصمیم ونیولو چې د مدین په لور چې د مصر له خاورې او فرعونانو له واکمنۍ جلا شوې وه ولاړ شي.

 حضرت موسی (ع) له مصر څخه د وتلو او له اوږده سفر وروسته، مدین ته داخل شو او هلته د حضرت  شعیب (ع) له لوڼو سره آشنا شو د هغه حضرت لوڼو لپاره یې له څاه څخه اوبه روویستلې او د یوې ونې په سیوري کې په وږې ګېډه ویده شو او د خدای تعالی دربار ته یې عرض وکړ: «فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ ؛

موسی د هغو دوو (د پسونو) لپاره اوبه وایستلې، بیا سیوري ته شو او وویل: اې خدایه! هر هغه خیر او نیکې چې ته ماته راولېږې، زه ورته اړتیا لرم." (قصص: 24)

که څه هم حضرت ستړی او وږی وو او په هغه ښار کې پردی او یوازې وو او د سرپناه ځای یې نه درلود، خو په عین حال کې هغه بې صبري نه کوي، دومره ادب لري چې حتی د غوښتنې په وخت کې په ښکاره توګه نه وايي: خدایه، داسې او هغسې وکړه.

يعنې يوازې خپلې اړتياوې بيانوي او پاتې نور د خدای فضل ته پرېږدي.

  1. له مأموریت څخه مخکې دعا

حضرت موسى (ع) د خپل رسالت له عظمت څخه خبر شو او له خدايه يې د هغه د پوره كولو لپاره د ځینو شيانو غوښتنه وكړه، هغوی د فرعون په لور د تګ پر مهال، د هغه د هدایت او د خلكو د پوهاوي لپاره، له خپل رب څخه د سخاوت او د پراخ ټټر او د سختیو د زغملو قوت غوښتنه وکړه، ځکه چې د دې ځانګړتیاوو شتون د روزونکي لپاره اړین دي.

څرنګه چې د لوی روح لپاره د بریا لومړۍ وسیله، لوړ فکر او ځواکمن ذهن، په بل عبارت، پراخه سینه ده، هغه وفرمایل:

«قالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِی »(طه: 24)

دا باید په پام کې ونیول شي چې د روزونکي لپاره لومړنۍ پانګه، پرانیستې سینه، لوی صبر، استقامت او زړورتیا او د ستونزو د بار زغم دي.

کلیدي کلمې: قرآن، روزنیزه طریقه، موسی، دعا

captcha