د انسانانو په روزنې کې کې د حضرت یوسف علیه السلام یوه عقلانی روده معرفت پالنه او روښانتیا ده. هغه بزرګوار په داسې خلکو کې راپورته شو چې ددنیا او آخرت په باب د دوي جهل اوناداني په روښانه توګه له قرآن کریمه ترلاسه کیږي. هغه مشکل چې حضرت امام علی علیه السلام ئې د ټولو بدبختیو او بدیو ریښه معرفي کوي؛ الْجَهْلُ أَصْلُ كُلِ شَرّ؛ ناداني د هرشر او بدئ اصل او ریښه او بنیاد دی:
ځیني هم جهل او ناداني ، دشرک زمینه جوړونه ګڼي . البته د جهل او نادانۍ مشکل د حضرت یوسف علیه السلام د زمانې خلکو مخصوصه نه ده ،بلکې له هغوي مخکې هم موجوده وه او تر اوسه پورې هم شته . خو په هرحال هغه څه چې آیت شریف څخه اخستل کیدلی شي، دا دي چې له توحید او د واحد خدای منلو سره نابلدتیااو نادانی او جهل په مصریانو کې اوڅاره او له ورایه ښکاره وه. ځکه ددې په ځاي چې د بې همتا خدای عبادت ته مخه کړي ،د فرښتو ،جن ،بت او غوا په څير مختلفو خدایانو منلو ته ئې مخه کړې وه . دا چې ووایو ،له توحید سره نابلد وو،یعنی له توحید څخه ئې سم درک نه درلود او هغه هم دهغه ذهني انس په خاطر چې د محسوساتو په باب ئې درلود او په دنیائي نعمتونو په ناز اونخرو کې ډوب شوي، دعقل استقامت او د زړه سلامتیا ئې له لاسه ورکړې وه.
همدا چې له ډیرو او مختلفو خدایانو پیروي ئې کوله او د هغو عبادتونه ئې کول، پخپله له جهل او نادانۍ او په هغوي کې د توحیدي پيژندګلوۍ نه شتون ښودنه وه.
په دغه شان شرائطو کې حضرت یو سف روښانتیا او معرفت پالنې ته مخه کړه او داسې روښانتیاوې ئې وکړې چې هر یو ددنیا و آخرت په باب پيژندګلوي او شناخت زیات کړ او دهغوي دعقل د روزنې او ودې سبب کید.
د حضرت یوسف علیه السلام د زمانې خلک مشرک او بت پرست وو. هغه په برهان او استدلال سره ثابته کړه چې د تاسو اعتقادات او باؤرونه د تاسو د خپل توّهم او فکر زیږنده دي او ددغو بتانو ترشا چې تاسو ئې عبادت کوئ ، هیڅ ډول حقیقت نشته. دغه معبودان چې له خدای پرته ئې عبادت کوئ، له هغو نامو پرته چې تاسو و دتاسو پلار نیکه خدای نومولي دی،بله څه نه دي.خداوند پر دوي هیڅ دلیل نازل کړی نه دی. (یوسف:40) .
هغه څه چې حق دي دادی چې په یوه واحد او بې همتا خدای اعتقاد ولرئ او هیڅوک ورسره مه شریک کوئ او لکه څنګه عبادت کول او اطاعت او حکم خداي ته مخصوص دی ،؛یوازینی حکم له خدای لره دی (یوسف: 40)، په حقیقت کې ،حضرت یوسف پّ دغو حملو او سره د خپلې زمانې د خلکو دغلطو باؤرونو اوعقایدو په سمولو پسې و او غوښتل ئې چې هغه انحرافات او کږوالی چې ئې درلودل اصلاح کړي او د توحیدي حقایقو د معارفۍ په باب دهغوي دمعلوماتو سویه لوړه کړي او دوي د نادانۍ له آسارته وژغوري . پر دې اساس وئیل کیدلی شی ،د به تربیّت کې د حضرت یوسف علیه السلام یوه بله عقلاني روده ،د خپلې زمانې دخلکو د مجهولاتو کمول او معرفت پالنه او روښانتیا وه.
( دا مطلب په قرآن کریم کې دحضرت یوسف د تربیتی رودو په عنوان سره د محمد مهدي رضائي له څيړنو اخستل شوی دی )