IQNA

په آل عمران سورې کې دحضرت مریم(س) دکورنۍد ژوند او فضایلو شرحه

6:32 - January 22, 2024
د خبر لمبر: 3488602
ایکنا-د آل عمران سورې مهمې برخې  د آدم او نوح ، ایراهیم، موسی او عیسی علیهم السلام او نورو نبیانوپشمول د انبیاء علیهم السلام تاریخ ته کتنه کړې ده . او د  حضرت مریم سلام ا لله علیها او دهغې کورنۍ فضایلو او ژوند شرحه ئې بیان کړې ده.

ایکنا-د آل عمران سورې مهمې برخې  د آدم او نوح ، ایراهیم، موسی او عیسی علیهم السلام او نورو نبیانوپشمول د انبیاء علیهم السلام تاریخ ته کتنه کړې ده . او د  حضرت مریم سلام ا لله علیها او دهغې کورنۍ فضایلو او ژوند شرحه ئې بیان کړې ده.آل عمران سوره د قرآن کریم دریمه  او مدنی سوره ده چې  په دریمې او  څلورمې سپارې کې واقع شوې ده ؟ دغه سوره  چې د قرآن کریم ۲۰۰آیتونه لري، د عمران (دحضرت مریم  پلار) او دهغه  د کورنۍ د نامې د  ذکر په سبب په آل عمران مشهوره ده .

د سورې محتوا؛   په دغې سورې کې د احد د جنګ دپيښې، دجهاد ،مباهلې ، اسلام ته د یهود د دعوت ، صبر او تل باتیکیدا ، د شهیدانو د فضیلیت  او څو دعاګانو  پشمول ډير په زړه پورې مطلبونه بیان شوي دي.په کلی توګه د سورې محتوا په څو برخو ویشلی شو.

  • ددغې سورې مهمه برخه توحید او د خداوندمتعال صفتونو ،معاد او اسلامی معارفو باندې بحث کوي.
  • یوه بله برخه د جهاد او دهغه دمهمو دستوراتو او د خدای د  شهیدانو دتل باتې حیات  او دغه راز د هغو عبرتی درسنو په باب خبرې کوي ، چې په دوو غزوؤ بدر اواحد کې رامینځةشوي وو.
  • د سورې په دغې برخې کې، د مسلمانانود صفونو د وحدت د ضرورت او د خانه  کعبې او د حج د فریضې  او دامر بالمعروف اونهی ااز منکر او تولی او تبرا او  امانت ،د خدای په لاره کې د انفاق، ددروغو د پریښودو او او دښمن په مقابل کې مقاومت او ټينګې دریدا او د مشکلاتو او د  مختلفو الهی ازمیښتونو په مقابل کې د صبر او زغم او په هر حال کې د خداوندمتعال د ذکر به زمینې کې له معنو ډکې اشارې شوي دي.
  • ددغو بحثونو د بشپړتیا لپاره د حضرت آدم ،حضرت نوح ،حضرت ابرهیم ،حضرت موسی او حضرت عیسی او نورو نبیانو علیهم السلام  او د مریم د کیسنې  او ددغې لوئې میرمنې دمقاماتو پشمول  د تاریخ ډيرې  مهمې پیښې پکې ذکر شوي دي.

ددغې سورې محتوا د موضوعي دسته بندۍ له پلوه په څو برخو ویشل وشې ده

1 : توحید، دخد اوندمتعال صفتونه، معاد او اسلامی معارف؛

2 :د جهاد حکم او له دوو غزاګانو (احد او بدر ) څخه عبرت اخستنې ؛

3 :د خانه کعبې ، د حج د فریضې ، د امر او نهي ،تولی او تبرا او  دامانت او  دخدای په لاره کې انفاق او دروغو د پریښودو په باب ځینو اسلامی احکامو ته اشاره ؛

4: د دښمن په مقابل کې د مقاومت او د مسلمانانو یووالی او دحدت ته اشاره

5:په هرحالت کې د  خداوندمتعال ذکر و مختلفو الهي ازمیونو او مشکلاتو په مقابل کې صبر و زغم   او همداراز د پيغمبرانو ژوند او شرحې ته اشاره . او همداراز د حضرت مریم  او دهغې د کورنۍ ژوند او فضیلت  ،د اسلام په وړاندې د حضرت موسی او حضرت عیسی د منحرفو پيروکارو دسیسې  او داسې نوره ډیرې پيښې دي چې ورته اشاره  و وربندې بحث شوی دی.

ددغې سورې د فضیلت په باب د رسول الله بزرګوار(ص) په یوه حدیث کې  لولو چې فرمائي ؛ هرڅوک آل عمران سوره ولولي او  دهغې دآیتونو په شمیر سره ،نو هغه ته به د دوزح په  پل  آمان ورپه برخه شي.

captcha