ایکنانیوز د برناما په حواله راپور راکوي، د ملایشیا پرلیس پوهنتون (UniMAP) د ملایشیا د اسلامي پراختیا ادارې (JAKIM) د دارالقرآن په څارنې سرع د تخنیکي او انجنیرينګ (TVET) څانګو لپاره د قران کریم د حفظ کولو تصدیق پروګرام پلي کوي.
دا پروګرام د تخنیکي څانګو د زدهکوونکو په مینځ کې د قران د مسلکي حافظانو د روزنې لپاره پیل شوی دی.
د پرلیس پوهنتون مرستیال مشر ، زلیمان ساولي، د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ تحصیلی کال له لومړۍ اونۍ سره سم د پوهنتون په پاؤ پوترا کمپَس کې د دغه پروګرام د پیل او د والدینو د توجیهي غونډې مراسم ترسره کړل.
زلیمان خبریالانو ته وویل چې د قران کریم د حفظ کولو لومړۍ دورې پروګرام د بریښنائي انجنیرينګ او ټنکنالوژی، الکیټرانیک انجنیرينګ او ټیکنالوژي او مکنیکل انجنیرينګ او ټیکنالوژيک پوهنځیو څخه اته زدهکوونکي پکې شامل دي.
هغه وویل: انشاءالله، دا پروګرام به په راتلونکو کلونو کې پراخ شي څو نور زدهکوونکي ثبت کړي او داسې ټيکنیشئن او انجنیران وروزي چې په قران کریم کې هم مهارت ولري. هغه وویل چې د تحفیظ تصدیق پروګرام تفصیلات په بشپړه توګه د دارالقرآن لخوا ترتیب شوي دي او د پرلیس پوهنتون هغو زدهکوونکو ته چې په قران حفظ کولو کې لیوالتیا یا مهارت لري، د نامو د ثبتولو فرصت ورکوي.
باید ووئيل شي ، د ملایشیا لومړي وزیر انور ابراهیم څو ځلې د مسلمانو ځوانانو په اسلامي تعلیماتو او تخنیکي مهارتونو د سنبالولو په اهمیت ټینګار کړی دی څو اسلامي ارزښتونه په مصنوعي ذهانت (آرټيفیشل اینټلیجنس)په څیر برخو کې شامل شي.
هغه تېر کال د هغو ملایشیاوالو لپاره د مالي مرستو او تحصیلي بورسونو د زیاتوالي خبر ورکړ چې اسلامي مطالعات، طب او انجنیرينګ تعقیبوي، او په دې برخو کې د زدهکوونکو د پرمختګ هڅولو باندې تمرکز کوي.
پر دې سربیره، د قران د حفظ کولو د مرکزونو زدهکوونکي، چې په دودیزه توګه په قرآني مطالعاتو تمرکز کوي، اوس هڅول کیږي چې تخنیکي او مسلکي زدهکړې تعقیب کړي.
انور یادونه وکړه چې دا به دوي ته اجازت ورکړي چې د انجنیرينګ، مصنوعي ذهانت (اې آئي)او نورو مهارتونو زدهکړه وکړي، په داسې حال کې چې د قران او عربي ژبې مهارتونه به ئې هم خوندي وي. ځینې ئې حتی د پیلوټ په توګه بریالي شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4307484