ایکنا نیوز د sadanajd.com له قوله راپور راکوی،د عربستان د جده ښار «شفاء» میوزیم د اسلامي نړۍ لومړنی تخصصي میوزیم دی چې د مسلمانو پوهانو رول په طبي علومو کې بیانوي او د هغوی لیکنې او اثار په مستند ډول لیدونکو ته وړاندې کوي.
په دې میوزیم کې له زر څخه زیات طبي او هنري اثار نندارې ته کیښودل شوي دي چې د اسلامي تمدن له زرین پړاؤه رانیولې تر اوسنۍ زمانې پورې د طب، جراحئ او د درمل جوړونې د پرمختګ کیسه بیانوي .
ددغه میوزیم ځانګړي برخې ابوبکر رازي، ابن سینا، ابوالقاسم زهراوي او ابن نفیس په نامو سره نومول شوي دي. دا هغه لوی طبي پوهان دي چې کشفیاتو او لیکنو ئې د طب د علم بنسټونه کیښودل او د نړۍ ستر پوهنتونونه او روغتونونه ئې له پېړیو راهسې ورڅخه استفاده کوي.
په دې میوزیم کې د طبي نړۍ ځینې نادره نسخې هم خوندي دي، لکه:
• د ابن سینا د «قانون فی الطب» د کتاب لومړۍ عربي نسخه
• د رازي د «آبله او سرخک» کتاب لاتیني نسخه
• د زهراوي د «التصریف» کتاب هندي نسخه
همدارنګه، په شفاء میوزیم کې ډېرې نادرې خطي نسخې ساتل کېږي، لکه:
• «اصلاح الادویه» د حبیش الاعسم لیکنه د درېیم هجري پېړۍ
• «حیات النفس» د ابواسحاق المتطبب لیکنه
• «الموجز فی الطب» د ابن نفیس اثر د ۸۷۹ هجري کال
• د «الحاوي» کتاب نسخې (چې د رازي تر وخته پورې د طب بشپړ علم بیانوي)
• «تذکره داود انطاکي» کتاب
• د انسان د بدن د اناتومي نقاشۍ لرونکې خطي نسخې
دا میوزیم په نهه اصلي برخو وېشل شوی دی چې په کې لاندې طبي تخصصونه شامل دي:
1. طب نبوي
2. اناتومي (تشریحي علم)
3. عفونت او ساري ناروغۍ
4. ژباړه او تألیف
5. د سترګو طب
6. ښځينه او د زېږون څانه
7. روانشناسي
8. جراحي
9. د تشخیص ځواک په طب کې
د دې میوزیم لیدل د اسلامي تمدن د طبي پرمختګ په اړه یو بېساری تعلیمي سفر ګڼل کېږي.
دغه راز، شفاء میوزیم د او سمهاله پړاؤ هغه مسلمان مخکښان هم معرفي کوي چې د ماډرن طب په پرمختګ کې ئې مهم رول لوبولی دی او د هغوی خطي نسخې او اثار په کې نندارې ته وړاندې شوي چې د مسلمان پوهانو او ډاکټرانو د انسانیت لپاره د خدمت عظمت څرګندوي.
په لاندې ویډیو کې د دې میوزیم له بېلابېلو برخو سره آشنا کېږو.
https://iqna.ir/fa/news/4295530