ربیعالاول، د میاشتو پسرلی دی؛
د دغې میاشتې د خاصو برکتونو د ترلاسه کولو لپاره، د لویو دیني مشرانو او ائمه معصومین (ع) لخوا مستحب اعمال ذکر شوي دي چې په هغو عمل کول زمونږ لپاره د ربیعالاول د فیوضاتو په ترلاسه کولو کې د زیات توفیق لامل کېږي.
د لیلةالمبیت شپه
د ربیعالاول میاشتې لومړۍ شپه د لیلةالمبیت شپه ده. داسې شپه چې رسول اکرم (ص) مدینې ته خپل هجرت پیل کړ او حضرت علي (ع) د هغه د حفاظت لپاره د رسول اکرم (ص) په بسترې کې ویده شو. مرحوم «سید بن طاووس» د دې ورځې لپاره یوه دعا په خپل کتاب اقبال کې نقل کړې چې په لاندې ډول ده:
«اللهم لا اله إلا انت، یا ذا الطول والقوة، والحول والعزة، سبحانک ما أعظم وحدانیتک، وأقدم صمدیتک، وأوحد إلهیتک، وأبین ربوبیتک، وأظهر جلالک، وأشرف بهاء آلائک وأبهى کمال صنائعک، وأعظمک فی کبریائک، وأقدمک فی سلطانک، وأنورک فی أرض، وسمائک، وأقدم ملکت، وأدوم عزک، وأکرم عفوک، وأوسع حلمک، وأغمض علمک، وأنفذ قدرتک، وأحوط قربک . أسألک بنورک القدیم، وأسمائک التی کونت بها کل شئ، أن تصلی».
د ربیعالاول د لومړۍ شپې او ورځې مستحب اعمال
غسل: د غسل کول او پاکې جامې اغوستل د ربیعالاول میاشتې د لومړۍ ورځې او نورو مهمو شپو ورځو مستحب اعمال دي.
روژه: د رسول اکرم (ص) او امیرالمؤمنین (ع) د کفارو او مشرکانو له خطرې څخه د سلامتۍ په شکر کې د لومړۍ ورځې روژه ساتله ،نو دا عمل د ربیعالاول میاشتې یو بل مستحب عمل دی.
د رسول اکرم (ص) او امام علي (ع) زیارت:
علماوو د دې ورځې لپاره کوم خاص زیارت نه دی ذکر کړی، خو د رسول اکرم (ص) او حضرت علي (ع) زیارت په دې ورځ مناسب دی، ځکه چې خدای تعالی د دې دوو لویو شخصیتونو ژوند د کفارو له خطرې څخه خوندي کړ.
د امام حسن عسکري (ع) او امام زمان (عج) زیارت:
شیخ طوسي رحمة الله په مصباح کې ویلي چې د دغې میاشتې په لومړۍ لسیزې کې امام حسن عسکري (ع) شهید شوی او حضرت مهدي (عج) د امامت مقام ته ورسېد، نو ځکه د دې دوو سترو امامانو زیارت په دې ورځ هم مناسب دی.
د لسمې ورځې اعمال
د ربیعالاول لسمه ورځ د رسول اکرم (ص) او حضرت خدیجة الکبرې (س) د واده ورځ ده، له همدې امله د دې ورځې روژه د شکر ادا کولو په توګه مستحب ګڼل شوې ده.
د دولسمې ورځې اعمال
دا ورځ د مرحوم شیخ کلیني او مسعودي او همدارنګه د اهل سنتو ترمنځ د مشهور نظر له مخې، د حضرت محمد مصطفي (ص) د میلاد ورځ ده. همدارنګه، په دې ورځ رسول اکرم (ص) د مکې او مدینې ترمینځ د ۱۲ ورځو سفر وروسته مدینې ته وارد شو او همدا راز د بني مروان حکومت د ۱۳۲ کال په دغې ورځې پای ته ورسېد. د دغې ورځې مستحب اعمال د اموي حکومت د ختمېدو په شکر کې دوه دي:
روژه نیول
د دوو رکعتونو مستحب لمونځ ادا کول، چې په لومړي رکعت کې له حمد سورې وروسته درې ځله د کافرون سوره او په دویم رکعت کې له حمد سورې وروسته درې ځله د توحید سوره لوستل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4301408