IQNA

په امریکا د قرآن کریم د سپکاوي په ضد د پراخې غوسې څپه

10:17 - August 28, 2025
د خبر لمبر: 3491613
ایکنا – د قرآن کریم د سپکاوي او د یوې قرآنی نسخې سوځولو په اړه د امریکا د کانګرس د انتخاباتو د یوې کاندیدې سپير اقدام په ټولنیزو چینلونو کې له پرخو غوسو او نیوکو سره مخ شو یدی.

یکنانیوز د مصر د وبګاه تلیګراف  له قوله راپور راکوي، د امریکا له تیکساس څخه د کانګرس لپاره د جمهوری غواړي ګوند د یوې کاندیدې والنټینا ګومز له خوا د یوه ویډیوئي کلیپ خپریدا، له دې وروسته چې  د قرآن کریم د سوځولو په حال کې ده ، او دهغه څه  اعلان کولو چې هغې د مسلمانانو او اسلام په ضد جنګ بللی ، په ټولنیزو چینلونو کې ئې پراخه غوسه راپارولې ده.

 دامریکا د انتخاباتو دغې کاندیدې د قرآن کریم دسپکاوي په وخت وئيلي  دي ، زه به د اسلام ریښه وچه کړم.له ما سره مرسته وکړئڅو په انتخاباتو کې بریالۍ شم  د اسلام د ریښې بشپړ وچول اړین دي. پریږدئ مسلمانان له ۵۷ اسلامی هیوادونو څخه یوه ته لاړ شي. البته دلته په ټيکساس کې به زه ،د اسلام د وجود د ختمولو لپاره هڅه وکړم  او خدای به په دې چارې کې له ما سره مرسته وکړي.

دغه جنجالي اقدام  د نیوکو او غوسې یو طوفان راولاړ کړی او مفسران او فعالانو  د ګومز کمپاین د مسلمانانو په ضد په لمسؤنې سره د صهیونیسټي لابئ د ملاتړ د جلبولو لپاره  په هڅې تورن کړی دی.دوي استدلال  کړی چې په اسلام حمله  په ښکاره  د سیاسي او مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په یوه آوزار بدل شوی دی.

ډیرو دا پوښتنه  مطرح ک ړې ده: آیا هغه څه چې ګومز ورڅخه ملاتړ کوي ،نیغ په نیغه د تاؤتریخوالي او نفرت لمسؤل او د عقیدې په آزادۍ جوته او روښآنه حمله نه ده چې د متحده ایالاتو د اساسی قانون په وسیله  او د  بشری حقوقو  د اصولو په اساس تضمین شوي دي؟.،هغه ولې ددغې لمسؤنکو خبرو په دلیل  د قانون له نظره ځواب ویونکې نه ده ؟

 په دغه اقدام اعتراض کونکي له هغه څه څخه چې دوي ئې دوه ګوڼي سټینډرډونه ګڼي، نیوکې کړي او وئيلي ئې دي،چې رسمي اورګانونه د یهودیانو  یا نورو لږکیو په ضد له هرډول نفرت خورونژې سره چټک او پریکنده چلند کوي، په داسې حال کې چې په اسلام او مسلمانانو باندې غبرګون کمزوری یا په ځنډ سره دی چې د قوانینو د منصفانه اوعادلانه اجرا کې د خلاف ورزئ ښودنه کوي.

پر دې سربیره د نظر ډیری خاوندان ټينګار کوي چې دګومز خبرې نوره  یوازې افراطي لیدتوګې نه دي، بلکې د اسلام او دهغه د پيروکارو په ضد د فکري او لمسؤنکي جنګ لپاره عمومي دعوت باندې بدلې شوي دي . دوي خبرداری ورکړی چې ددغه شان خبرو تائيدیدا، د نفرت له امله د جرمونو لپاره غوره زمینه برابروي او خطرناک پيغامونه لري، په دې مشتمل چې د مسلمانانو په نښه کول، په درستې دنیا کې د څه دپاسه یو نیم میلیارډ مسلمانانو د احساساتو سپکاوی او د هغو د مجازو مقدساتو قصدا خلاف ورزي  ده.

https://iqna.ir/fa/news/4302051

captcha