ایکنا- د بریتانیا د لندن ښاروال په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه د دې لامل کېږي چې بریتانوي مسلمانان ځانونه د دویمې درجې ښاریز احساس کړي.
د خبر لمبر: 3493166 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- یو فرانسیسی فعال سباستین، د ترکیې په اډانه ښار کې د «فلسطین کاروان» په نوم د همپالنې په حرکت کې د ګډون پر وخت د شهادتینو په ویلو سره مسلمان شو او د ځان لپاره ئې د «یوسف» نوم غوره کړ.
د خبر لمبر: 3493159 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي
د خبر لمبر: 3493072 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د امریکا د ټیکساس ایالت په شمالي سیمو کې بېلابېلو جوماتونو د اسلام د دین له ښوونو سره د خلکو د لا زیاتې بلدتیا په موخې سره خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستي دي.
د خبر لمبر: 3493069 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا – د بریتانیا پاچا دریم چارلز د انګلستان د کمبریج ښار د اروپا له لومړي چاپېریالدوست (شین) جومات څخه لیدنه وکړه او د دې جومات د چاپېریال سره سازګارې معمارۍ او ټولنیز رول ئې وستایه.
د خبر لمبر: 3493062 خپرونې تاریخ : 2026/07/22
ایکنا - د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د اسټرالیا حکومت د اسلامضده احساساتو (اسلامهراسۍ) پر وړاندې د مبارزې لپاره له وړاندې شویو ۵۴ سپارښتنو څخه ۳۵ سپارښتنې منلې دي. دغه اقدام د اسلامي تنظیمونو له هرکلي سره مخ شوی، خو دغو بنسټونو ټینګار کړی چې د حکومت په پروګرام کې لا هم د مسلمانانو پر ضد د کرکې خپروونکو د حساب ورکولو لپاره کافي حقوقي اقدامات او عملي میکانیزمونه نشته.
د خبر لمبر: 3493048 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
په انګلستان کې د پوهنتون استاد:
ایکنا- په انګلستان کې یوه پوهنتوني استاد ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه یوه سیاسي او توکمپاله پروژه ده چې حقوق ګواښي او د نسلوژنې لامل کېدای شي.
د خبر لمبر: 3493026 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- د ایټالیا د بېلابېلو دینونو استازو د دینونو ترمنځ د خبرو اترو لومړنی ملي منشور برابر او تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3492968 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د ترکیې په شمال کې د ګوموشخانه ولایت تاریخي کوچوک جومات، له پراخو بیارغونو او ترمیمي چارو وروسته، چې د هغه ۱۱۲ کلنه تړلتیا ئې پاي ته ورسوله، یو ځل بیا د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492963 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د هندوستان د لوېديځي مهاراشترا صوبې د یوه داسې کلي اوسېدونکي، چې ټول اوسیدونکي ئې هندوان دي، هر کال د امام حسین (ع) د عاشورا د ویر او ماتم مراسم په ځانګړې مینې او ولولې سره ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492962 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- په دوو افریقائي هیوادونو نیجر او نیجریه کې د محرم الحرام د میاشتې د عزادارۍ مراسم په ۴۰۰ ښارونو او سیمو کې ترسره شول او داسې پراخ سیمهییز رنګ ئې خپل کړی چې له ښارونو او ایالتونو له پولو هم واوښت.
د خبر لمبر: 3492944 خپرونې تاریخ : 2026/06/22
ایکنا - د آسټرالیا د اسلام په خلاف د کرکې او نفرت (اسلاموفوبیا ) پر ضد د څانګې ځانګړي استازي، سیاستوال او شنونکي دې ته وبلل چې د مسلمانانو پر ضد له تفرقه اچونکو ، دخپلې خوښې او تعمیمي څرګندونو دې ډډه وکړي. هغه ټینګار وکړ چې په اسټرالیا کې د اسلام په اړه عامه بحثونه ډېر ځلې د حقیقي او ژور تحلیل پر ځای د ناسم تعمیم او احساساتي ژبې پر بنسټ ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492941 خپرونې تاریخ : 2026/06/22
ایکنا- فاطمه کېټس د برېتانيا له مخکښو مسلمانو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړې د لېورپول لومړنۍ پېژندل شوې مېرمن وه چې اسلام يې ومانه او سره له دې چې له سختو ټولنيزو او شخصي ستونزو سره مخ شوه، د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې ئې په برېتانيا کې د اسلامي ښوونو د خپرولو په برخې کې مهم رول ولوباوه.
د خبر لمبر: 3492913 خپرونې تاریخ : 2026/06/15
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د عمومي اړیکو دفتر په یوې اطلاعیې کښې د امریکا د ایف پینځلس، ایف شپاړس او د ایف پینځه دیرش جنګي الوتکو د دیره کیدا د ځایونو د ویجاړولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492893 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا – د بوسنیا او هرزګوینا د Zenica ښار د قرآني ښوونځیو (کتاب) د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ تعلیمي کال د پاي مراسم د دغه ښار د اسلامي شورا په نوښت د زینیتسا په امفي تیئټر کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492892 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا۰ د اسلامی انقلاب شهید رهبر په خپلو څرګندونو کې د «مائده» مبارکې سورې د درېیم آیت «اَلیَومَ یَئِسَ الَّذینَ کَفَروا مِن دینِکُم...» ته په اشارې سره د غدیر د پېښې قرآني تفسیر بیان کړی دی .
د خبر لمبر: 3492854 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د «هدی» نومې د نهم نندارتون مشر وویل: «په دغه نندارتون کې له سلو څخه زیات د ایراني ـ اسلامي قالیو او جامو تولیدوونکي او فعالان ګډون کوي او خپل محصولات به لږ تر لږه په ۲۰ سلنه تخفیف سره لیدونکو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492853 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د امریکا ولسمشر د شیکاګو ښاروال او پاپ لئو څوارلسم ترمینځ لیدنې ته په اشارې سره، پر دواړو د ایران پر ضد له پوځي بریدونو سره د مخالفت په وجه نیوکه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492852 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
د خبر لمبر: 3492837 خپرونې تاریخ : 2026/05/28