ایکنا د جرمني د پِنزبرګ جومات او اسلامي مرکز یوه ځانګړې ودانۍ ده، چې اوسمهاله معمارۍ له اسلامي مفاهیمو څخه الهام اخیستی دی. دغه جومات د ۱۸ میتري فولادي منارې، قرآني کتیبو او فرهنګي او ښوونیزو فعالیتونو له امله د دینونو ترمنځ د ګډ ژوند او له جرمني ټولنې سره د مسلمانانو د اړیکو پر یوې نښې بدل شوی دی.
د ایکنا د راپور له مخې، د جرمني د پِنزبرګ جومات او اسلامي مرکز په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په داسې ځانګړې پلان سره جوړ شو، چې د شاوخوا ودانیو له معمارۍ سره یې همغږي لرله.
په دې وروستیو کې د جرمني د باواریا ایالت د نوموتو معمارانو له ارزونې وروسته، دغه ودانۍ د ایالت د معمارۍ له پلوه تر ټولو غوره ودانۍ وپېژندل شوه.
د دې ودانۍ پلان د بوسنیايي ـ جرمني معمار آلن یاسرویک له خوا جوړه شوې او په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د «وېسوبېقون» د معمارۍ جایزه هم ترلاسه کړې ده.
د پِنزبرګ جومات د لمانځه له اصلي تالار سربېره، د غونډو خونه، اداري دفترونه، یو لوی کتابتون، دوه د غونډو تالارونه او د زدهکوونکو لپاره درسي ټولګي هم لري. دغه ودانۍ پر یوې L ته ورته ځمکنۍ ساحې جوړه شوې ده.

د ودانۍ شګلنه رنګینه څېره په شین رنګ ښیښو سینګار شوې او یوه ۱۸ میتره فولادي مناره لري. پر دې میناره د لمانځه د بلنې او عبادت اړوند عبارتونه په لېزري تخنیک کښل شوي، چې د شپې لخوا ځلېږي.
د جومات د واریدیدا په دروازې کې دوه لوی کانکریټي لوحې د پرانیستي کتاب په څېر جوړې شوې دي، چې د قرآن کریم آیتونه پرې په عربي او جرمني ژبو لیکل شوي دي.
جومات ته د واریدیدا لاره په زینو جوړه شوې، چې کلاسیک سټایل لري او په رڼا روښانه شوې ده. د واردیدا په ښي اړخ کې د لمانځه تالار موقعیت لري.
د قبلې دېوال له شین رنګ ښیښې جوړ شوی، څو طبیعي رڼا دننه منعکس کړي او د روڼتیا مفهوم هم څرګند کړي.
د جومات پر چت هم د خداي تعالی د ښکلو ۹۹ نومونو ستوري په ځلانده خطاطۍ لیکل شوي دي.
د لمانځه د تالار په منځ کې زینې دویم پوړ او د ښځو برخې ته پورته کېږي، څو د ښځو او نارینهوو د لمانځه ځایونه له یو بل څخه جلا وي.
دغه جومات د خپلې معمارۍ ترڅنګ، د ښوونیزو، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو له امله هم ستایل شوی دی.
د پِنزبرګ ښار جومات د نورو دینونو پیروانو ته هم د جومات دننه د لیدنې زمینه برابروي، څو هغوی له اسلام او مسلمانانو سره لا ښه اشنا شي.
د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د دې جومات له جوړېدو پنځه کاله وروسته، ۱۵ زره کسانو له هغه څخه لیدنه کړې وه.

د دغه ښار مسلمانان باور لري، چې د پِنزبرګ جومات نه یوازې د معمارۍ له پلوه، بلکې د یوه عبادتځای په توګه هم د دوی لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د دې جومات معمارۍ غیرمسلمانې ټولنې ته دا پیغام رسولی، چې مسلمانان هم په دې ټولنه کې مهم ځای او ونډه لري.
د پِنزبرګ جومات او اسلامي مرکز د روڼې معمارۍ او فعالې ټولنیزې تګلارې یوه بریالۍ بېلګه ده، چې څرګندوي یو عبادتځای کولای شي د ټولنې د غړو لپاره د ویاړ او یووالي سرچینه وي.
https://iqna.ir/fa/news/4386512