ایکنا- د ملایشیا د « قرآن نشر » مرکز په نړۍ کې د قرآن کریم د چاپ دویم ستر مرکز ګڼل کېږي. دغه مرکز د عربي ژبې د متخصصانو او هنري کارپوهانو په مرسته هر کال د قرآن کریم زرګونه نسخې، له بېلابېلو ژبو ژباړو سره، چاپوي او خپروي ئې.
ایکنا خبري اژانس د اسوشیټډ پرېس (AP) په حواله راپور راکړی، چې د ملایشیا په پوتراجایا ښار کې د «قرآن نشر یا نشر القرآن » مرکز یو مشر محمد اشرف امیر وايي: هر څوک چې غواړي قرآن کریم لمس کړي یا د هغه د چاپ او تولید په بهیر کې کار وکړي، باید تل اودس ولري.
د ملایشیا چارواکي د «نشر القرآن» مرکز د سعودي عربستان د مدینې منورې له «ملک فهد د قرآن کریم د چاپ کمپلیکس؛ وروسته، په نړۍ کې د قرآن کریم د چاپ دویم ستر مرکز بولي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، د ملک فهد مرکز هر کال د قرآن کریم تر ۲۰ میلیونو ډېرې نسخې چاپوي او په ۷۹ ژبو یې ژباړې وړاندې کوي. په ملایشیا کې یې سیال مرکز هم د دې وړتیا لري، چې هر کال تر درې میلیونو پورې د قرآن کریم نسخې په ۳۰ بېلابېلو ژبو چاپ کړي.
د قرآن کریم د یوې نسخې د چاپ بهیر څنګه ترسره کېږي؟
د «نشر القرآن» مرکز هره ورځ کابو ۱۵ زره نسخې قرآن کریم چاپوي او له ۵۰ څخه تر ۸۰ پورې کارکوونکي د چاپ او تولید پر بهیر له نږدې څارنه کوي.
دغه بهیر د کاغذونو پر لویو پاڼو د قرآن کریم د متن په چاپولو پیلېږي. وروسته چاپ شوې پاڼې ارزول کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د رنګونو کیفیت له ټاکل شویو معیارونو سره سمون لري.
تر دې وروسته متخصصان پاڼې په دقیقه توګه ګوري، څو د هر ډول تېروتنې د نه شتون ډاډ ترلاسه کړي او د راتلونکي پړاو لپاره یې تأیید کړي.
دغه متخصصان د «تصحیح کمېټې» په نوم پېژندل کېږي. د دې کمېټې غړي باید یا پر عربي ژبه بشپړ تسلط ولري او یا د قرآن کریم حافظان وي.
له تأیید وروسته، پاڼې هغو ماشینونو ته سپارل کېږي چې په یوه ساعت کې شاوخوا اته زره پاڼې قاتوي. قات شوې پاڼې تر دې مخکې چې په منظم ډول سره یوځای، ګنډل او په کلکو پوښونو کې صحافي شي، یو ځل بیا ارزول کېږي.
له دې پړاو وروسته، د تصحیح کمېټې غړي دویم ځل هم د قرآن کریم نسخې په دقیقه توګه ارزوي. سربېره پر دې، د قرآن کریم هره بشپړه شوې نسخه په جلا توګه تلل کېږي، څو که کومه پاڼه ترې پاتې شوې وي یا کومه اضافي پاڼه پکې شامله شوې وي، په اسانۍ سره تشخیص شي.
اشرف وايي، د قرآن کریم د هرې نسخې وزن باید کابو یو کیلوګرام وي؛ نو که د یوې نسخې وزن په غیرمعمولي ډول زیات یا کم وي، دا د هغې د چاپ او ترتیب په بهیر کې د ستونزې نښه کېدای شي.
د یوه خوب پوره کېدل؛ د ملایشیا له ځانګړي هویت سره د قرآن کریم چاپ
اسلام د څوارلسمې میلادي پېړۍ تر لومړیو پورې مالایا ټاپووزمې ته ورسېد. مسلمانو سوداګرو د پېړیو په اوږدو کې د هغو سمندري لارو په سیله چې سوېل ختیځه اسیا یې له هند او منځني ختیځ سره نښلوله، د اسلام د پراختیا په برخې کې مهم رول ولوباوه.
د ملایشیا د ۲۰۲۰ کال د وروستۍ رسمي سرشمېرنې له مخې، اسلام اوس د دغه هېواد د اکثریت وګړو دین دی او د ټول نفوس ۶۳.۵ سلنه برخه یې مسلمانان جوړوي.
https://iqna.ir/fa/news/4388905