ایکنا- د ترکیې د بالیکسیر ښار د القدس جومات د قبةالصخره له معمارۍ څخه په الهام اخستو سره، د سرو زرو په رنګ ګنبد او اتهګوټیز جوړښت سره، یوازې د عبادت یو ځای نه دی، بلکې د اسلامي معمارۍ، دیني هویت او د بیتالمقدس د کلتوري حافظې د تړاو یوه نښه هم ګڼل کېږي.
د ایکنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې په لوېدیځ کې یو جومات د سرو زرو په رنګ ګنبد او اتهګوټیزې معمارۍ سره د بیتالمقدس ښار د یوه مشهور تاریخي او مذهبي سمبول انځور د لیدونکو په ذهنونو کې ژوندی کوي.
د «القدس» جومات چې د ترکیې په بالیکسیر ښار کې موقعیت لري، د قبةالصخره له معمارۍ څخه په الهام جوړ شوی دی. دغه جومات نه یوازې د عبادت پر ځای بدل شوی، بلکې د خپلې ځانګړې او بېسارې طرحې له امله یې د ترکیې له بېلابېلو سیمو څخه سیلانیان او د اسلامي معمارۍ مینهوال هم ځان ته راجلب کړي دي.
دا ودانۍ د معمارۍ هنر، دیني هویت او د بیتالمقدس د کلتوري ارزښت ترمنځ یو ځانګړی تړاو رامنځته کوي.
د جومات بهرنۍ بڼه په داسې جزئیاتو او ښکلاوو سینګار شوې ده چې د بیتالمقدس ښار د یوه له خورا پېژندل شویو تاریخي او مذهبي آثارو سره ورتهوالی لري. همدې ځانګړتیا ګڼ شمېر لیدونکي هڅولي چې د جومات شاوخوا وګرځي او د دې زړهراښکونکې ودانۍ مخې ته د یادګاري انځورونو اخیستو لپاره تم شي.
د دې جومات د جوړولو مفکوره په ترکیه کې د ټولنې په کلتوري حافظې کې د بیتالمقدس د دیني او کلتوري مقام د ژوندي ساتلو له هڅو څخه سرچینه اخیستې ده؛ داسې یوه هڅه چې موخه یې دا وه، د خبرو او روایت پر ځای د معمارۍ د ژبې له لارې د بیتالمقدس ارزښت څرګند کړي.
د القدس جومات د جوړولو چارې د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې د ترکي نیکوکارانو په مالي ملاتړ پیل شوې.
د دې ودانۍ د جوړولو چارې شاوخوا ۱۶ میاشتې وخت ونیوه او په پای کې د ۲۰۱۹ کال د لوی اختر په شپو ورځو کې په رسمي ډول د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
د القدس جومات شاوخوا ۴۰۰ میتره مربع مساحت لري او لوړوالی یې نږدې ۱۵.۶ میترو ته رسېږي. د دې جومات د ګنبد قطر شاوخوا ۱۰ میتره دی او دننه یې نږدې ۷۵۰ لمونځ کوونکي ځایېدلی شي.
د دې جومات تر ټولو ځانګړې ځانګړنه یې د سرو زرو په رنګ ګنبسئ ده، چې د یوې اتهګوټیزې ودانۍ پر سر جوړه شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4388212