IQNA

8:56 - November 15, 2026
د خبر لمبر: 3493620

د اهل سنتو په  کتابونو کې د حضرت فاطمة (س) مقام او د هغې د ویناوو او دریځونو حجیت

ایکنا- د حوزې او پوهنتون یوه استاد د اهل تسنن په باؤري کتابونو او مهمو سرچینو کې د حضرت فاطمة زهرا (سلام الله علیها) مقام او حجیت تشریح کړ.

حضرت فاطمةالزهرا او اهل سنت

ایکنانیوز راپور  راکړ،د اهل سنتو په معتبرو کتابونو او سرچینو کې په تیره بیا په حدیثي سرچینو کې، لکه صحیح بخاري او صحیح مسلم کې، د حضرت فاطمة زهرا (س) لوړ مقام د هغو روایتونو له لارې څرګند شوی چې د هغه بې‌ساری منزلت، د هغه د غوسې او خوښۍ تړاو د رسول الله (ص) له غوسې او خوښۍ سره، او همدارنګه د مؤمنو ښځو د سردارئ ځېری بیانوي.

حجت‌الاسلام سیدهادي صالحي د دغو روایتونو په څېړلو سره د حضرت فاطمة زهرا (س) د فضیلتونو بېلابېل اړخونه او د هغې د مقام او دریځونو پر حجیت ئې دلالت څېړلی دی.

حجت‌الاسلام سیدهادي صالحي په دغې مرکې کې د اهل سنتو په معتبرو کتابونو او سرچینو کې د حضرت فاطمة زهرا (س) د فضیلتونو په اړه نقل شویو روایتونو ته په اشارې سره وویل: هغه حدیثونه چې په هغو کې راغلي دي: «فاطمة بضعة مني، فمن أغضبها أغضبني» (فاطمه زما د وجود یوه ټوټه ده، هر څوک چې هغه په غوسه کړي، زه یې په غوسه کړی یم)، د حضرت فاطمة زهرا (س) د ځانګړي مقام او د هغې د خبرو او دریځونو د حجیت څرګندونه کوي. له همدې امله، د هغې خوښي، غوسه او اعتراض یوازې د یوې شخصي مسئلې په چوکاټ کې نه شي ارزول کېدلی.

حجیت و جایگاه حضرت زهرا(س) را در منابع معتبر اهل سنت

 

حجیت و جایگاه حضرت زهرا(س) را در منابع معتبر اهل سنت

د دغې مرکې ځيني برخط ستاسو خدمت ته هم وړاندې کووو

ایکنانیوز ورڅخه وپوښتل ،د اهل سنتو په معتبرو سرچینو کې د حضرت فاطمة زهرا (س) مقام او حجیت په اړه ستاسو څه نظر دی؟ هغه هم په ځواب کې ووئيل؛

د حضرت فاطمة زهرا (س) فضیلتونه او مناقب یوازې د شیعیانو په کتابونو پورې محدود نه دي، بلکې د اهل سنتو په معتبرو سرچینو کې هم د دې بې‌سارې مېرمنې ګڼ شمېر لوړ او ارزښتناک فضیلتونه نقل شوي دي.

حجیت و جایگاه حضرت زهرا(س) را در منابع معتبر اهل سنت

له قرآن کریم وروسته د اهل سنتو تر ټولو لوړ او معتبر حدیثي کتابونه صحیح بخاري او صحیح مسلم دي. له دغو دوو کتابونو وروسته د حدیثو  څلور نور کتابونه، یعنې سنن ترمذي، سنن ابن ماجه، سنن ابي‌داوود او سنن نسائي راځي، چې د دغو شپږو کتابونو ټولګې ته «صحاح سته» ویل کېږي.

د دواړو جهانونو د مېرمنو، حضرت فاطمة زهرا سلام‌الله‌علیها فضیلتونه په همدغو سرچینو کې نقل شوي دي؛ هغه هم داسې لوړ او ځانګړي فضیلتونه چې د هغې بې‌ساری مقام څرګندوي.

هغه همداراز په صحیح بخاري کې د حضرت فاطمة زهرا (س) د مقام او ځائيګی په باب هم ووئیل؛  صحیح بخاري چې د محمد بن اسماعیل بخاري (وفات: ۲۵۶ هـ ق) تألیف دی، له قرآن کریم وروسته د اهل سنتو له مهمو او معتبرو حدیثي کتابونو څخه شمېرل کېږي.

بخاري د «فضائل الصحابه» په کتاب کې د حضرت فاطمه (س) د مناقبو لپاره ځانګړی باب پرانیستی دی.

د پام وړ ټکی دا دی چې بخاري هر کله د حضرت فاطمة زهرا (س) نوم اخلي، د «علیهاالسلام» عبارت کاروي، نه د «رضي الله عنها» عبارت.

دا تعبیر د حضرت فاطمه (س) په اړه په روایتونو کې د پام وړ دی؛ ځکه بخاري همدا عبارت د حضرت مریم علیهاالسلام په اړه هم کاروي او د حضرت فاطمه (س) لپاره ئې هم کارولی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4387786

captcha