IQNA

9:45 - November 15, 2026
د خبر لمبر: 3493622

په غزه کې د قرآن کریم د زرو حافظانو درناوی وشو

ایکنا- د غزې تړانګې د اوقافو او دیني چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، په یولړ ځانګړو مراسمو کې، چې د الجزایر د یوې ټولنې په ملاتړ ترسره شول، د قرآن کریم د زرو ښځینه او نارینه حافظانو درناوی وکړ.

قرآنی حافظان

 ایکنا خبري اژانس د «سرمد» وېب‌سایټ په حواله راپور  راکړی، چې په دغو مراسمو کې د دغو حافظانو د حفظ پړاؤ د فراغت جشن هم جوړ شوی و او د ګڼ شمېر خلکو ترڅنګ د هغو حافظانو کورنیو هم ګډون کړی و چې ستایل کېدل.

له دغو مراسمو مخکې، د قرآن کریم یو  لاریون هم ترسره شو، چې په کې د بېلابېلو عمرونو حافظانو ګډون کړی و. هغوی د قرآن کریم نسخې له ځانونو سره لېږدولې او دیني ترانې یې ویلې.

دغې صحنې په غزې کې د خلکو په ژوند کې د قرآن کریم ژور شتون او له ټولو استثنايي شرایطو سره سره، د قرآن کریم د زده‌کړې او حفظ د دوام لپاره د هغوی هڅې انځورولې.

په دغو مراسمو کې د قرآن کریم تلاوت او ویناوې هم شاملې وې. ویناوالو د غزې د خلکو د مقاومت او هوډ ستاینه وکړه او د جګړې د پایلو او هغو ستونزو سره سره چې ښوونیز او دیني بنسټونه ورسره مخ دي، د زده‌کړو او د قرآن کریم د حفظ د دوام لپاره یې د خلکو هڅې وستایلې.

https://iqna.ir/fa/news/4389306

captcha