IQNA

ايرانيان په افغانستان كې ستر دايمی نندارتون جوړوی .

8:38 - June 29, 2009
د خبر لمبر: 1796116
د ايرانيو لومړنی تجارتی نړيوال نندارتون به په افغانستان كې د ايرانيو شركتونو په ګډو سره پرانيستل شی
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان په بازار كې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری او اقتصادی شتون د زياتيدا او همدغه راز په دغه بازار كې د اقتصادی فعاليتونو د هدايتولو او منظمولو لپاره په افغانستان كې د ايرانيانو تجارتی مركز د ايران د سوداګرۍ د پراختيا د اداری ، په افغانستان كې د ايران د تجارت د كوټی او د ايران د سفارت په ملګرتيا سره په كابل او هرات ښارونو كې جوړیږی .
تراوسه په دغه نندارتون كې ګډو ن ته په لسګونو ايرانيو شركتونو چمتووالی ښودلی او ډير زر به په رسمی ډول د ايران او افغانستان د لوړ پوړو چارواكو او نورو تجارتی شريكانو په شتون سره پيل شی .
426509
captcha