درهبرۍ د ستر لارښود ددفتر د اطلاع رسونې د ویبسایټ د راپور په اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن د حج د چارو له یوشمیر مسئولانو او د بیت ا.. الحرام د زیارتوالو سره په کتنې کې ، دغزې اوسنۍ پيښې د تاریخ لپاره تل پاتیکیدونکي ځانګړنې وبللې او وې فرمائيل؛ له یوه پلوه د صهیونیسټي لیوني سپي وحشي ډوله حملې او له بل پلوه د غزې د خلکو مظلومیّت او مقاومت په تاریخ کې پاتیکیږی او بشریّت ته لاره ور ښئ چې د امریکا او نورو هیوادونو په پوهنتونونو او غیر مسلمانو ټولنو کې ئې بې مخینې او حیرانونکی عکس العمل ددغې ځانګړنې او تاریخ جوړونې نښه ده.
دوي همدرااز د ابراهیمي حج په فرصت کې د غزې د غمیزو په وړاندې د اسلامی امت د دندې په بیانولو کې د حضرت ابراهیم علیه السلام له سیرته د قرآن کریم ډیرو مثالونو ته اشاره وکړه او وې فرمائيل؛ حضرت ابراهیم(ع) د هغو پیغمرانو برخه ده چې ډير مهربان او رؤف زړۀ لري، خو همدغه الهي پیغمبر ظالمو او مستبدو دښمانو په مقابل کې ډيرپه سختۍ سره د برائت اظهار کوي په ډاګه ورسره دښمني اعلانوي.
حضرتآیت الله العظمی سید علی خا منه اي هغو قرآني آیتونو ته په اشارې سره له ستمګرو دښمنانو سره دوستي هم په بشپړ ډول نفي کوي، وحشي صهیونیسټي رژيم ئې له مسلمانانو سره ددښمنۍ یو بشبړ مصداق او امریکا ددغه رژيم همپاله وبلله او وې وئيل، که دامریکا مرستې نه وائ ، نو آیا صهیونیستي رژيم له مسلمانانو ، ښځو او ماشومانو سره ددغه وحشي ډ ول چلند قدرت او جراءت درلودۀ؟
حضرت آیت الله العظمی العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛د مسلمانانو د وژلو او دددوي د کوچولو عامل او دهغوي پشتیبان ، هردواړه ظالمان دي او د قرآن د دجوتونې په اساس ،که څوک دوي ته د دوستۍ لاس ورکړي ، نو هم ظالم او ستمګر دی او هم د خداي لعنت پرې کیږي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی نړۍ اوسنیو شرائو ته په پام سره حج ته د ایراهیمي کړچار ،یعني ددښمنانو په مقابل کې ښکاره برائت له همیشه څخه لازیات ضروري وبالۀ او وې وئيل، پر دې اساس ایراني او غیر ایراني حاجیان باید د فلسطین له ملته په پشتیبانۍ کې قرآني منطق درستې ا سلامی نړۍ ته منتقل کړي.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛ البته د ایران اسلامی جمهوریت دنورو په تمه نه دی پاتې شوی او نه پاتیکیږي، خو که د اسلامی ملتونو او حکومتونو پیاوړي لاسونه په مرستو کې یوه بل ته لاس ورکړي، نو د فلسطین د ملت بوږنونکی حالت به دوام پیدا نه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4214079