IQNA

له مجوز پرته د حج د منع کیدا قانون ته دې ټول پابنده ووسي

7:16 - May 07, 2024
د خبر لمبر: 3489179
ایکنا – داسلامی فقې ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ،له مجوز پرته د حج ممنوع کونکي  قانون ته د پابندۍ غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز  د الخلیج ۳۶۵ له قوله راپور راکوي، د اسلامی فقې د نړیوالې ټولنې عمومی منشي قطب مصطفی  سانو په یوې اعلامیې کې له مجوز پرته  د حج د مناسکومنع کیدا قانون ته  په پابندۍ ټينګار ک ړی او وئيلي ئې دي، ددغې ټولنې غړي او کارپوهان  له ټولو مسلمانانو غواړي، چې  له اړونده  اورګانونو څخه د مجوز   له ترلاسه کولو پرته حج ته د نه تلو په باب  په دغې اعلامیې کې  درج حکم ته دې پاپنده ووسي.

هغه همداراز له رسندویو ټولنیزو چینلونو ،د جوماتونو  له خطیبانو،د اسلامی نړۍ  له داخلي او بهرنیو عالمانو څخه وغوښتل څو  دغه اعلامیه دې خپره کړي او د هغو دخلاف ورزئ قانوني  د قانوني آثارو په بیانولو سره ، له مسلمانانو وغواړي، چې ورته پابنده ووسي.

له دې مخکې په همدې اړه د عربستان دمصریانو دعمومي اتحادئې مرستیال مشر عادل حنفي  هم وئيلي دي، چې دمئ ل څلورمې نیټې څخه  د ۱۴۴۵/۲۰۲۴ کال د حج له موسم سره  داړونده حج  ادارې دستور العمل اجرا کیږي.

حنفي توضیح ورکړه چې  د حج د ادارې دستور العمل  دې ته پابنده  دی چې  په عربستان کې دیره هغه کسان چې مکې ته د تلو نیّت لري ، باید له اړونده  اورګانونو څخه مجوز واخلي.

 د عربستان د مصریانو دعمومي اتحادئې مرستیال مشر زیاته کړې ده ،  دواریدیدا دمجوز د نه شتون په بڼه کې به  مکې مکرمې ته دتلونکو لارو  دامنیتی کنټرول  مرکزونه به  مکې ته د هغوي  واریدیدا مخنیوی وکړي.

هغه روښانه کړې ده،هغه وګړي او ګاډي به چې  حج او د عمرې جواز یا مکې مکرمې څخه  صادره شوي اقامت مدرک او سند  یا مشاعره مقدسه ته د واریدیدا لپاره له اړونده اورګانونو څخه  صادر شوی مجوز ونه لري،بیرته ستانه کړئ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4214031

captcha