IQNA

د غزې جنګ او د احزاب د تاریخي غزا تکراریدا

15:45 - May 06, 2024
د خبر لمبر: 3489177
ایکنا – د افغانستان د اهل تسنن یو دینی عالم مولوی عبدالرّوف  توانا  لیکلی دي،داحزاب غزا یا جنګ   داسې چې  له نامې ئې معلومه ده ، داسې جنګ ؤ چې  په هغه کې د  اسلام ددښمنانو مختلفو ډلې او ټول قبایل  د تازه اسلام  د ټکوَلو لپاره  سره متحد   ؤؤ،د غزې جنګ   هم  دمکې د مشرکانو اوکافرانو او دمدینې د یهودیانو  د هماغه ائيتلاف  په شان لیدل کیږي ، چې د احزاب په غزوې مشهور دی.

ایکنانیوز راپور راکوي،مولوی عبدالرّروف توانا د افغانستان د اهل تسنن یو دینی عالم دی او  د ایکنا نیوز لپاره ئې پخپل یوه یاددښت کې  لیکلی دي ، د غزې جنګ  د  مدینې دیهودیانو او دمکې د مشرکانو او کافرانو  هماغه ائيتلاف په شباهت کې دی چې  د احزاب په جنګ مشهور دی.

مولوی صیب په دغه یاددښت کې لیکلي دي،؛ د احزاب جنګ  او غزا د  اسلام د تاریخ  یوه ترټولو مهمه پيښه ده ،یو داسې جنګ چې  د اسلام په تاریخ کې یو مهم ټکی ؤ او  او داسلام او کفر ترمینځ  د قواؤ  انډول ، د مسلمانانو په ګټه   د کفر لیکې   سره ګډې وډې کې او  په هغه غزا کې بریالیتوب ترلاسه شو او دغه بریالیتوب یوه کِلي وه  د راتلونکو لویو بریالیتوبونو  لپاره او په  حقیقت کې په دغې غزا کې د دښمنانو ملا ماته شوه  او  له دې وروسته ونه توانیدل  کوم مهم  کار ترسره کړي.

له دې وروسته چې  د احزاب د جنګ قضیه رامینځةشوه،  د احزاب سوره نازله شوه او  ددغې سورې لږ ترلږه ۱۷ آيتونه  ددغه جنګ  او لارښونکو پيښو او  دهغو دتربیّتی  مسئلو او نتیجو په باب  خبرې کوي.

نو ځکه  ددغه جنګ  دحالاتو شرحه او  په دغه میدان کې په دقت او ظرافت سره  دمسلمانانو د مختلفو ډلو ټپلو  د وضعیّت  دتشریح او په هغو کې ډير دقیق او مهمو ټکو بیانول ضروري دي.

د  احزاب غزوې ته یوه لنډه شان کتنه ؛

د ؛احزاب جنګ؛ داسې چې له نامې ئې معلومه ده ، د اسلام ددښمنانو  او د هغو مختلفو ډلو ټپلو له هرپلوه  او هراړخیزه مبارزه وه جې  ددغه دنی  له پرمختګ سره  ئې  ناروا ګټې له خطرې سره  مخامخیدلی.

د جنګ لومړنی سپَڼکی  د ؛بنی نضیر؛ یهودو یوې ډلې  له خوا بَل شو چې  مکې ته راغلل او د قریشو پرګنه  ئې له پیغمبر(ص) سره جنګ ته ولمسوله  او  هغوي ته ژمنه ورکړه څو تر وروستۍ سا پورې د دوي ترڅنګ دریږي ، بیا  د ؛غطفان ؛ قبیلې پسې ورغلل او هغوي هم د جنګ ډګر ته تیار کړل.

دغو قبایلو د بین اسد او بنی سلیم په څير همتړونونو ته هم بلنه ورکړه  او لکه څنګه چې ټولو خطره  احساس کړې وه ،  له یوه سره ئې لاسونه ورکړل څو د  اسلام کار د همیشه لپاره   ختم کړي،او پیغمبر اکرم(ص) قتل کړي، د اسلام نوي راپورته شوي ټولنه له مینځه یوسي ،مدینه چور تالان کړي او  د اسلام ډيوه خاموشه  کړي.نو  سلمان فارسي  دمدینې  ګیرچاپیره  یو خندق وکنده څو دښمن په آسانۍ سره  ورڅخه تیر نشي  او ښار چور تالان نه کړئ شي( په همدې خاطر  ددغه جنګ یوه نامه ،د خندق جنګ ده ).

 پر مسلمانانو ډيرې خطرناکې اوسختې شپې ورځې تیرې شوې ، سا تر شونډو رسیدلې وه ،  داسلام په لښکر کې منافقان سخت ویریدلي وو،د ښمن ډير زیات لښکر او د  دهغو په مقابل کې د اسلام ډير لږ کسان(د کفارو د لښکر شمیر لس زره کسان او د اسلام د لښکر  شمیر هم درې زره کسان لیکل شوی دی) او  په جنګی تجهیزاتو دهغوي سنبالتیا او چمتووالی   او د لازمو  وسیالو برابریدا، د مسلمانانو د سترګو په وړاندې یو دردناک او سخت راتلوکي  ئې مجسم کاوه.

خو خداي غوښتل ،دلته د کفر پر تابوت ترټولو وروستۍ ګوزار  وشي ، د مسلمانانو په لیکو کې ئې د منافقینو صف  هم مشخص  کړي، دسیسه ګر ایشوا کړي او ریښتیني مسلمانان  له یوه سخت  امتحان سره مخ کړي.

 بلاخره دغه غزا دمسلمانانو په بریالیتوب سره پاي ته ورسیده،  دخدای په فرمان سره ډير سخت طوفان راپورته شو ، د کفارو خیمې ، تجیهزات او ژوند ئې سره ګډوډ کړ او هغوي په زړونو کې ئې سخته ویره و وحشت رامینځة کړ،  او د فرښتو غیبی  ځواکونه د مسلمانانو مرستې ته ولیږدول شول.
 د عمرو بن عبدود  په وړاندې د حضرت امام علی علیه  السلام د قدرت په شان اوڅاره قدرتونه   ورزیات شول او مشرکانو بې له دې چې وتوانییږي ، کوم کار ترسره کړي،  تښتې ته ئې مخه کړه . دغه لرلید ؤ د احزاب د جنګ چې  د پنځم هجری قمري کال  کې واقع شو.

د احزاب جنګ  یوه ډیر عجیبه  امتحان ؤ ، د  هغو تولو  مسلمانانو  او هغو کسانو لپاهر چې  داسلام  ادعا ئې درلوده  او همداراز  دهغو کسانو لپاره چې  کله ئې هم بې پلویتوب  اعلانوۀ او په باطن کې د اسلام له دښمنانو سره  سره  ارتباط درلود او ورسره ئې ملګرتیا کوله.

د مینځني ختیځ حالات  په یوه آسان  او ساده شباهت کې د مکې د  مشرکانو او کفارو  او د مدینې د یهودیانو   د هماغه ائيتلاف په شان  دی چې  د احزاب په جنګ مشهور دی .

د اسرائيلو د جعلي رژيم پوځ  او  دعربانو بی غیرته او منافق مشران  او سلطه غواړی استکبار ،ټول د مقاومتي چورلیز   حق غواړي جبهې په مقابل کې  سره یو خاي دي  او دغه شان یوه صحنه ئې  رامینځةکړې ده ،البته  د حق دجبهې په لور  او  د انساني حقوقو  ته  درواوالی ددفاع په جبهې کې  دعلی علیه السلام مجاهدینو ته  پکار ده چې  دعمر بن عبدود  پړاؤ په نښه کړي  او   د اسرائيلو د ټاپوس  په نجس بدن باندې  د تورې ګوزار وکړي  او   ددغو سپيرو او وحشي آژدهاؤ سر له تنه  غوڅ کړي .

اوس د اسدالهی  د لقب موندل او د دغې پهلوانۍ وخت رارسیدلی دی.

زه یقین لرم  خداوندمتعال  یو ځل بیا د مقاومت د جبهې  مجاهدینو په نصیب یو ځل بیا دغه شان فتح  او نصرت ډالۍ کړي او   ان شا الله ددغه نابرابر جنګ  ګټونکی  حماسه پنځونکی حماس  او نوره مقاومتي فلسطینۍ ډلې ،یمن وال او لبنانیان  شي او په مظلومې  البته په قدرتمنې  غزې  کې  د بریالیتوب جشن   ولمانځي .

 ألیس الصبح بقریب

https://iqna.ir/fa/news/4213795

 

captcha