ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور راکړی، د بیلجیّم د پراختیائي ملګرتیاؤ د چارو وزیرې کارولین ګوئنز د اروپائي اتحادئې د غړو هیوادونو پر مشرانو غږ کړی دی ، صهیونیستي رژیم ته دې د وسلو صادرات ودروي.
هغې دغه خبرې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې او د اروپائی اتحادئې د پراختیا د وزیرانو په غونډې کې له ګډونه مخکې کړي دي.
میرمن ګوئنز غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ دمرستو د زیاتولو په ضرورت ټينګار کړی او د اروپائی اتحادئې له کمیشنه ئې غوښتي دي ،د فلسطینیو کډوالو لپاره دې د ملګروملتو دمرستندویه ادارې (آنروا) سره خپلو مالی مرستو ته دوام ورکړي. هغې د اروپائي اتحادئې دغړو هیوادونو پر مشرانو اسرائیلو ته د وسلو د ورکولو په بندولو باندې په ټينګار سره ووئیل، فکر کوم اوس مینځني ختیځ ،اسرائیلو او دجنګ په حال کې هیوادونو ته د وسلو د صادراتو دبندولو وخت رارسیدلی دی.
د بیلجیّم دغې وزیرې زیاته کړې ده ، په غزې تړانګې کې په رفح سیمې باندې د اسرائیلو دنیواکګر رژیم دپوځ مځّکنۍ حمله باید سره کرښه شي. د انسان دوستۍ د مرستو له خنډ پرته لیږلو ته ااړتیا ی وه دایمی چاره ده ،البته اوس چې درفح اوکرم ابوسالم سرحدي لارې بندې شوي دي، نو یوه ستره انساني غمیزه په رامینځةکیدا ده او میلیونونو خلک قخطي ګواښي چې باید د انساني ضمیر ونه نور ویښ شي او د یوې بلې انساني غمیزې درامینځةکیدا مخنیوي وشي.
وحشي نیواکګر صهیونیسټي رژيم د رفح سترې لارې په کنټرولولو سره هغه یوازینۍ مځکنۍ ستره لاره هم بنده کړې ده چې د فلسطین ناروغان او ټپیان له دې لارې له غزې تړانګې څخه بهر ته د درملنې لپاره بیولل کیږي.