IQNA

په مصر کې د ولسی قرآني محفلونو پراخ هرکلی شوی

7:56 - May 07, 2024
د خبر لمبر: 3489181
ایکنا – په مصر کې  ولسی قرآنی محفلونه د خلکو د بې مخینې هرکلی او  د دوی د پراخ ګډون شاهد دي.

ایکنانیوز د الاهرام له قوله راپور راکوي،  په مصر کې ولسی قرآني محفلونه  ددغه هیواد دخلکو  د بې مخینې او پراخ ګډون شاهد دي  او د لومړي ځل لپاره  په  دغو  قرآنی محفلونو کې  په شتون سره څه دپاسه دوه لکه شپاړس زره خلکو د قرآن کریم زده کړې او تلاؤت کړی دی.

د مصر د اوقافو وزارت په وینا، قاهره ،سوهاج او جیزه ولایتونه په ولسی قرآني محفلونو کې د خلکو د ترټولو پراخ شتون شاهد دي چې  د اوقافو د وزارت د قرآن کریم د برخې له خوا  او د الازهر  او د مصر دقاریانو د ټولنې په ملګرتیا سره ترسره شوي دي.

د قرآن کریم تلاؤت ، تفسیر او د قرآن کریم په آیتونو کې تدبرهغه ترټولو مهمې چارې دي چط په دغو محفلونو کې ئې زده کړې ورکول کیږي.

د مصر  د اوقافو وزارت په وروستیو څو کلونو کې د قرآنی فعالیتونو دزیاتولو لپآره مختلفو پروګرامونه اجرا کړي دي.ددغه هیواد  په سترو جوماتونو کې په شتون سره د لوړپوړو قاریانو د قرآني محفلونو ترسره کیدا ، د اشومانو،میرمنو قرآني محفلونه  او ولسی قرآني محفلونه  په دغو ترټولو مهمو اقداماتو کې شامل  دي. همداراز په ملی اونړیواله سویه  د قرآنی سیالیو ترسره کیدا او په مصر کې دقرآن  کریم د خپریدا د ګډوډ وضعیّت د منظمولو لپاره هڅه  د قرآن کریم په حوزې کې د مصر داوقافو وزارت او الازهر  نور مهم اقدامات دي.

https://iqna.ir/fa/news/4213991

captcha