IQNA

په قرآن کریم کې تشریعي نظم او انضباط

10:46 - May 06, 2024
د خبر لمبر: 3489174
ایکنا – د شریعت په منظومې د یو موټي عمل پایله،د مسلمانانو په اجتماعي او شخصي ژوند رودې کې  انضباط دی.

 الهي پنځون پر نظم ولاړ دی او په ټولو شیانو کې دقیقه پلانونه او تقدیر موجود دی ؛خَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا» (فرقان: 2). اوس له انسان سره ددغه ارتقائي نظم د ارتباط څيره او حیثیّت  دهغه په خلافت کې نغښتی دی .انسان چې پر مځکه دخداوندتعال جانشین دی،لازمه ده د هغه د خلافت په وخت کې په ټولو الهي اوصافو او نامو سره منصف ووسي،له دې امله ضروري ده چې د یوه مومن انسان په ژند او چارو کې  حکمت ، نظم و تربیت جاري  شي.

 پر تکویني نظم سربیره،ددین ارزښتونو ،خلقیاتو او دستورالعملونو په ټولګې عمل مسلمان وګړی نظم او انضباط ته اړ کوي په بله معنا،د شریَت په منظومې د یو موټي نتیجه د مسلمانانو په ټولنیز اوشخصي ژوند رودې کې دی.که یو انسان خپل ژوند د اسلام د لیدتوګې او تفکر په اساس منظم کړي،او هڅه وړي،د هغه ګفتار،چلند او حرکتونه د سالام د دقیق پروګرام په اساس او منظم  وي، یو فکري نظم پيدا کوي او هیڅکله هم له فرکي او عقیدتي لړزانتیا سره نه مخامخ کیږي.

ددغې مسئلې یو دلیل یوه واحد قهار خداي تعالی له خوا د قرآڼ د آیتونو نزول دی او په هغه کې تفرقه او اخلافاتي  کار هیڅ ځاي نه لري.؛أَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ» (یوسف: 39). اساسا د بې نظمۍ او اختلاف د رابرسیره کیدا یوه ریښه  د اساساً د احکامو د صادریدا د سرچینو او اساس شمیر دی. قرآن کریم فرمائي ؛ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِاللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا» (نساء: 82)، البته هغه شریعت  چې د واحد، حکیم و قدرتمند خدای له خوا وي ،حتما د هغو په لاندې باندې او د هغو په برخو کې به هیڅ ډول اختلاف او ترینګلتیا وجود ونه لري.  

یوه هغه مسئله چې د مومنانو د ژوند د انتظام سبب کیږي الهي حدودو رعایتولو او اصولو ته پابندي او د اسلامی شریعت چوکاټ دی.قرآن کریم تل خپل پيروکارو ته د الهي حدودو د رعایتولو سپارښتنه کوي او په مجازو پولو له تیریو ئې منع کوي.

 «تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ» (بقره: 229).دغه حدود او پولې د محدودیّت عامل ګڼي،ځکه چې ژوند او حیات د انسان او جهان او انسان د خالق له  خوا د یوه منظم پروګرام په اساس  ټاکل شوی او له ټاکل شوو حدودو څخه تیریدا د انسانانو لپاره پریکنده تاوان لري.

captcha