IQNA

اعرافی: المصطفی نړيوال پوهنتون د پاكستان علمی ادارو سره همكارۍ ته تيار دی

9:34 - November 06, 2009
د خبر لمبر: 1845160
نړيواله ډله: د المصطفی نړيوال پوهنتون مشر ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين اعرافی په ايران كې پاكستان سفير سره په كتنی كې وويل چې دا پوهنتون د د پاكستان علمی ادارو سره همكارۍ ته چمتو دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المصطفی نړيوال پوهنتون د نړيوالې او تعلقات عامه ادارې په نقل المصطفی نړيوال پوهنتون مشر ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين اعرافی په څلورم نومبر په ايران كې پاكستان سفير ښاغلی عباسی سره په كتنی كی وويل چې دا پوهنتون د د پاكستان علمی ادارو سره همكارۍ ته چمتو دی
دوې د اسلامی هيوادونو د ګډو فعاليتونو په ضرورت ټينګار كولو سره وويل چې د دې پوهنتون يوه پاليسی دا دی چې محصلين د نوی نظرياتو او مضمونونو سره اشنا كړی
ايران كې د پاكستان سفير هم وويل چې مخكښې له دې هم زه څو ځله ايران ته راغلی يم خو اوس د ايران د تعليم مقايسه مخكیښی وخت سره نه شو كولای او دومره پرمختګ شوی دی چې انسان باور نه راځی او زه په دې باور يم چې د المصطفی نړيوال پوهنتون تعليمی او ښوونيزه سويا ډيره اوچته ده
488034

captcha