IQNA

د هر ډول اغیز شیندونکو مذاکراتو او دجنګ ختمیدا شرط،دغلیمانه اقداماتو د تکرار د مخنیوي لپاره د تضمین وړاندې کول دي

16:40 - May 07, 2026
د خبر لمبر: 3492741
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو  د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د  هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او  د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې د بهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ له قوله راپور راکړی، د ایران د   اسلامی  جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ناوخته  د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ټيلیفوني تماس کې  د وروستیو سیمه ایزو بدلونونو  او نړیوالو  حالاتو په باب خبرې اترې وکړې.

په راپور کې وئيل شوي دي،  په دغو ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو  د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د  هرمز تنګي  د وروستي وضعیّت او  د  ایران د اسلامی جمهوریت  او امریکا ترمینځ  د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې  دبهیر په ارزونې  سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دغه ټیلیفوني تماس کې  پر امریکا د ایران د اسلامی جمهوریت بې اعتمادئ ته په اشارې سره روښانه کړه، چې دغه بې اعتمادي  د امریکائي لوري  د غلیمانه اقداماتو له امله ده چې په ترټولو وروستيو دوو موردونو کې ئې  د خبرو اترو په په عین وخت کې د مونږ پر هیواد  حملې وکړې  چې عملا له شا د خنجز  د ګوزار کولو په معنا ګڼل کیږي.

ډاکټر پزشکیان همداراز ټينګار وکړ، چې د  ایران اسلامی جمهوریت  د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې  دجنګ  دختمولو لپاره  تیار دی، البته  د  ایران  دملت د حقوقو پر احقاق  ټينګار کوي او ډيپلوماټيکې لارې په جدیّت سره تعقیبوي.

https://iqna.ir/fa/news/4350879

captcha