د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له عربی ورځپاڼې «الندوة» یې نقلوی، په دې ليدنه كښې چې د سلواغی د مياشتې په 24 نیټې د مكې د اسلامی نړيوال انجمن په ځای كښې ترسره شوه، د امريكې د كلفورنيا د اسلامی پراختيا او فن اورۍ د علمونو د مركز مشر سيد وقار حسينی د دې مركز د چارو په تفصيل سره يادونه وكړه.
هغه زياته كړه: دې مركز تر اوسه پورې په بيلا بيلو علمونو كښې ډېر تحقيقات د كلتور او اسلامی تمدن له نظره ترسره كړی دی او مونږ د مسلمانانو څیړاندو غواړو چې د دې مركز په علمی څیړنو كښې په بيلا بيلو موضوعاتو لكه طبيعت، ټيكنالوجی، طبابت او اسلامی اقتصاد كښې دې مركز سره مرسته او ګډون وكړی.
538915