د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې سيمينار كې په روس كې د ايران سفير سجادی په تاتارستان كې د ايران د قونصل خانی مشر ښاغلی كندری په روس كې د ايران دكلتوری مركز مشر ښاغلی ابراهيمی تركمان علمی مشر ښاغلی باكويی د قزوين د امام خمينی نړيوال پوهنتون اته استاذان او د روس استاذانو هم ګډون وكړ
په دې سيمينار كې د اسلامی انقلاب كاميابی او د اسلامی جمهوريت ايران جوړيدل، د ايران سياسی نظام د معنوی او مادی عواملو رابطه د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه سياست او سيمه ايزې او نړيوال مسايل، په اوسنۍ حالاتو كې د ايران عسكری او سياسی توان، پس له انقلابه په ايران كې ټؤلنيز بدلونونه، د ايران په ټولنی كې ښځې، د اسلامی انقلاب نه پس كلتوری كارنامې د تمدنونو تر مينځ خبرې او د شيعه او سنيانو ښې اړيكې په شان موضؤعاتو باندې خبرې اترې وشوی.
539201