IQNA

د سعودې عرب په تاروت ښار كې د امام علی عليه السلام په موضؤع ادبی محفل تر سره شو

21:58 - June 24, 2010
د خبر لمبر: 1945835
كلتوری ډله: د سعودې عرب په تاروت ښار كې ددې ښار ادبی او كلتوری كونسل عبدقيس د روانی ميلادی مياشتی جون ‏په درې ويشتمې نیټې د امام علی عليه السلام په موضؤع يو ادبی محفل تر سره كړ.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبرې چينل راصد یې نقلوی چې د سعودې عرب په ‏تاروت ښار په ام المعين امام بارګاه كې تر سره كيدونكې دې ادبی محفل كې شيعه ؤ شاعرانو د اميرالمومنين حضرت ‏علی عليه السلام په شان كې شعرونه ولوستل او منقبتی یې وړاندې كړې.‏
د تاروت ښار د عبد قيس نومې ادبی او كلتوری كونسل ويلی دی چې د اسلامی او سپوږميزې مياشتی رجب په ‏ديارلسمې نیټې چې د اميرالمومنين حضرت علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې ده په مناسبت دا پروګرام تر سره شو‎ ‎
‏603406‏
captcha