د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نون ويب پاڼې یې نقلوی چې ددې نندارتون مشر او عراقی محقق او تاريخدان ښاغلی "سعيد رشيد رميزم" په دې هكله وويل چې په دې نندارتون كې د حضرت امام حسين عليه السلام د فضايلو او كرامتونو په موضوع مبنی انځورونه، پوسټرې او كيسې وړاندې كیږی چې هغه یې له مختلفو اسلامی مذهبونو له معتبرو تاريخی كتابونو راخستې شوی دی.
هغه زياته كړه چې هر كال د امام حسين عليه السلام د نيكمرغه زوكړې او د شعبانيه اخترو په مناسبت سره ربيع الشهادت نومی نړيوال فيسټيوال تر سره كیږی او سږ كال هم دا فيسټيوال د روانی ميلادی مياشتی جولايی په شپاړسمې نیټې شورو شوی ؤ چې پكښې له ټؤلې نړۍ د مختلفو دينونو او تهذيبونو استازو، محقيقينو او پوهاندو په ګډون تر سره كیږی. 618760