د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د فلسفی د نړيوالې ورځې په مناسبت سره د تيرانا د پوهنتون د فلسفی څانګې، يونسكو او د البانيه دساينس اكادمی په مرستې سره د " ساينس، فلسفه د اسلامی او د لويدیځې كلتور په رڼا كې" په عنوان سره سيمينار تر سره شو چې پكښې د ايران كينیډا كوزوو او د البانيه مشهورو شخصيتونو شركت وكړ.
په سيمينار كې وړاندې شوی مقالو كې د ايران د حكمت او فلسفی انجمن د عرفان او اديان څانګې مشر ښاغلی بازووكی او دكينیډا نوموړی پوهاند ښاغلی مظفر اقبال مقالې د ذكر وړ وګرځيدی.
694771