IQNA

تهران خبرې په منطقی او معقول چوكاټ كښې پر‎ ‎مخ بيايی

21:38 - January 24, 2011
د خبر لمبر: 2069580
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د ايران د اسلامی شورا د خارجی سياست او ملی امنيت كميسيون ‏ويندوی وويل تهران خبرې په منطقی او معقول چوكاټ كښې پر مخ بيايی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پارلمان د خارجی ‏سياست او ملی امنيت كميسيون ويندوی ښاغلی محـمد كرمی راد نن له خبريالانو سره په ‏مركه كښې په دې خبرې سره چې تهران هیڅ كله خبرې نه دی پریښودلی وويل بره منطق ‏هیڅ كله له خبرو اترو څنګ ته نه كیږی.‏
دوی د دې پوښتنې په ځواب كښې چې لويدیځې رسندویې د استنبول خبرې اترې ماتی ‏خوړلی ګڼی وويل كه چيرې هغوې د خبرواترو په ماتی باوری دی نو مسؤوليت یې د مقابل ‏لوری پرغاړه دی ځكه چې د ايران اسلامی جمهوريت تل د خبرواترو هركلی كوی.‏
د ايران د پارلمان د خارجی سياست او ملی امنيت كميسيون ويندوی په دې خبرې ټينګار ‏سره چې لويدیځ بايد د ايران په وړاندې خپل چلند سم كړی وويل په يوه پړاو كښې د اټومی ‏فعاليتونو ځنډول د باور جوړونې د اقدام په توګه مطرح شو خو لويدیځوالو د اټومی فعاليتونو ‏له ځنډولو د ايران د ټولو اټومی فعاليتونو د بندولو اخستون وكړ.‏
هغه دغه راز د اروپايی اتحادیې د خارجی سياست د مسولې ميرمن كاترين اشټون په ‏څرګندونو نيوكې سره چې ويلی یې وو د ايران له شرطونو خپه شوی ده وويل ايران د ‏استنبول په جامعو خبرو اترو كښې له معلومو وړانديزونو سره خبرو ته ورننوت او يو ‏شفاف، منطقی او عمل ګرايانه دریځ یې غوره كړ.‏
يادونه كوو چې د ايران د اسلامی جمهوريت او د پينځه جمع يوې ډلې د موافقې پر اساس ‏چې د جنورۍ د مياشتې په دريمه نیټه یې په جينوا كښې كړی وه د خبرواترو نوی پړاو د ‏جنورۍ په ۲۱ او ۲۲ نیټه د تركیې په استنبول كښې تر سره شو.‏
‏725183‏
captcha