
ایکنانیوز د الالوکه له قوله راپورورکړی، د انګلستان د بلکبرن ښار «البراق» جومات یو نوی خیریه خوراکي یخچال یا فریزر فعال کړی څو له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي او د خوراکي موادو د ضایع کېدو مخه ونیسي؛ دا انساندوستانه اقدام په سیمهییزې ټولنې کې د یووالي او ټولنیزې ملګرتیا روحیه پیاوړې کوي.
دغه جومات د «بلکبرن ټولنیز یخچال» یا سلیجې پروژه د هغو ورته پلانونو په چوکاټ کې پیل کړې چې د انګلستان په بېلابېلو ښارونو کې پراخېږي. د دې پروژې موخه دا ده چې خلک وهڅول شي خپل اضافي خوراکي توکي اړمنو کسانو ته ډالۍ کړي او په دغه یخچال کې وساتل شي.
د پروژې مسئولانو ویلي چې دا نوښت د هغو کورنیو لپاره د لومړنیو خوراکي توکو د برابرولو په موخې ترسره شوی چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او هممهاله هڅه کوي د خوراکي موادو ورځني ضایعات کم کړي.
ټولنیز یخچال د البراق جومات مخې ته کیښودل شوی او د رضاکارو یوه ډله ئې د مدیریت او د خوراکي توکو د وېش مسئولیت پر غاړه لري.
د دې پروژې د پیل په لومړۍ ورځ کابو ۲۵ کسانو د یخچال له محتویاتو څخه ګټه واخیسته. په یخچال کې ډوډۍ، شیدې، لبنیات، د مېوو اوبه او کنسروي خوراکي توکي موجود وو.
د پروژې د اجرائي ډلې غړې «تبسم زبیر» په خپلو خبرو کې وویل چې د دغه پلان اصلي موخه د سیمهییزې ټولنې خدمت او له بېوځلو کورنیو ملاتړ دی. هغې زیاته کړه: «ډېری کورنۍ لا هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، که څه هم د ځینو نورو وضعیت ښه شوی دی.»
د پروژې مسئولانو یادونه وکړه چې تر اوسه د انګلستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ جوماتونو د سیمهییزو ټولنو د خدمت لپاره ورته پروژې عملي کړې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4354823