IQNA

د ایران او اسرائیلو د نوي او لنډمهاله جنګ پیغامونه څه دي؟ (مقاله)

14:21 - June 09, 2026
د خبر لمبر: 3492882
ایکنا – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرله‌پسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.

ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسی  څانګې له قوله راپور راکړی،د دې نوې او لنډې ډغرې  لومړنی پیغام دا دی چې اسرائیلي رژیم لا هم د ایران او امریکا د مذاکراتو د ګډوډولو او  ورانولو  رول لوبوي. دغه رژیم چې د ایران او امریکا د هر ډول هوکړې ستر خنډ بلل کېږي او د ایران پر ضد د جنګ د دوام غوښتونکی دی، د لبنان پر جنوب او بیروت د پرله‌پسې بریدونو له لارې ئې داسې شرایط رامينځته کړي چې ایران د حزب‌ا... د ملاتړ او د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو په غبرګون کې ئې جنګ پیل کړ . دا په داسې حال کې دي چې د ایران او امریکا مذاکرات روان وو او حتی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې ښائي د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړه په راتلونکو شپو ورځو کې نهائي شي.

بل مهم پیغام دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو متحدانو د دفاع لپاره پیاوړی او جدي هوډ لري. د لبنان حزب‌ا...  د ایران له مهمو متحدانو څخه دی او تهران د اسرائیلو پر ضد د جنګ  ډګر ته په دنګلو  سره له حزب‌ا...خپل ملاتړ   اعلان کړ.

یو بل مهم پیغام د مقاومتي چورلیز د جبهو د یووالي په اړه دی. د اسرائیلي وحشي  رژیم د ادعاوو خلاف، نه یوازې دا چې د سیمې مقاومتي  چورلیز له مینځه نه دی تللی او یا کمزوری شوی نه دی، بلکې د مقاومت د ډلو ترمینځ یووالی لا زیات څرګند  منسجم شوی دی. داسې چې پر نیواکي  سیمو د ایران له توغندوي  برید وروسته ، یمن هم د دغو سیمو پر لور توغندي  وتوغول. له همدې امله د مقاومت د جبهو ترمینځ همغږي او یووالی نور هم پیاوړی شوی دی.

بل مهم پیغام دا دی چې ایران د یوه عربي هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي، په داسې حال کې چې د عربي نړۍ ډېری هېوادونه د اسرائیلي رژیم د تېريو  او نیواکګرۍ پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي. اسرائیلي رژیم د لبنان پر جنوب د پرله‌پسې بریدونو له لارې د دغه هېواد ځینې سیمې نیولي دي، خو عربي هېوادونو تر اوسه د دغې نیواکګرۍ پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی. اسرائیلي رژیم تر دې وړاندې د سورئې ځینې برخې هم نیولې  وې او عربو هېوادونو د هغو پر وړاندې هم غبرګون نه ؤ ښودلی. اوس د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان پر ضد د اسرائیلي رژیم د تیریو  او نیواکګرۍ په وړاندې پوځي غبرګون ښودلی دی.

بل مهم پیغام امریکا ته متوجه دی. د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلي رژیم پر ضد د پوځي اقدام له لارې امریکا ته دا پیغام ورکړی چې د مذاکراتو پر مېز د مقاومت نورې جبهې له پامه نه غورځوي او هر ډول هوکړه هغه وخت ممکنه ده چې په ټولو جبهو کې جنګ پای ته ورسېږي. اوس د ایران له دغه اقدام وروسته  غوڼډسکه  د امریکا په میدان کې ده؛ یا به له  تهران سره د هوکړې پر لور حرکت کوي او یا به د خپلو زیات  غوښتنو له امله د هوکړې د ترلاسه کېدو مخه نیسي.

وروستۍ خبره دا ده چې د اسرائیلي رژیم او د ایران د  اسلامي جمهوریت ترمینځ  وروستئ ډغره، که څه هم لنډمهاله وه او په لږ تر لږه ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسېده، خو دا ئې وښودله چې د ایران اسلامي جمهوریت به اجازت ورنه کړي چې اسرائیلي رژیم د خپلو تخریبي، تېریګرو  او  غیر قانوني جنګونو له لارې، چې د امریکا په   بشپړ ملاتړ سره ترسره کېږي، په لوېدیځې آسیا  سیمې کې د  قدرت انډول  ګډوډ کړي.

https://parstoday.ir/fa/iran-i39632

captcha