
د ایکنا د راپور له مخې، د حسینی عتبه د دارالقرآن له لورې د کربلا د سترې قرآني جایزې د پنځم پړاو د سیالیو د قاضیانو نومونه اعلان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۶ قاضیان برخه لري او د قاضیانو د پلاوي مشري د عراق هېواد شیخ خیرالدین الهادي پر غاړه لري.
حجتالاسلام والمسلمین محمد حاجي ابوالقاسم، مهدي قرهشیخلو، حیدر (فلاح) کسمایي او قاسم مقدمي هغه څلور ایراني قاضیان دي چې په دغو سیالیو کې ګډون کوي
همدارنګه سمیع العثامنه له اردن، عبدالفتاح طاروطي له مصر، طلال عبدالله مسمار له لبنان، شیخ مضر الصحاف له عراق، محمد خلیفه کیتوتو له تانزانیا، عبدالقادر درعوزي له سورئې، سلیمان المخمري له عمان او سید حسنین الحلو، یحیی الصحاف، شیخ عتید کامل الرضوي او حافظ علي هادي المسلمّاوي له عراق څخه نور قاضیان دي.
یوسف جعفرزاده د هرمزګان ولایت او امید حسينينژاد له خراسان رضوي ولایته د تحقیق قرائت په څانګه کې، او محمد لائیني د مازندران او امیرحسین عطازاده د یزد له ولایته د قرآن کریم د بشپړ حفظ په څانګه کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.
دغه نړیوالې سیالۍ به د غبرګولي له ۱۵ تر ۲۲ نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4355314