IQNA

ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر ضد د امریکا له بریدونو سره د پاپ په مخالفت بیا نیوکه وکړه

14:06 - June 01, 2026
د خبر لمبر: 3492852
ایکنا-  د امریکا ولسمشر د شیکاګو ښاروال او پاپ لئو څوارلسم ترمینځ لیدنې ته په اشارې سره، پر دواړو د ایران پر ضد له پوځي بریدونو سره د مخالفت  په وجه نیوکه کړې ده.

د ایکنا د راپور له مخې چې د سي‌اېن‌اېن له قوله خپور شوی راغلی دي، د امریکا ولسمشر Donald Trump په واتیکان کې د شیکاګو د ښاروال Brandon Johnson او Pope Leo XIV ترمینځ په لیدنې غبرګون ښودلی او یو ځل بیا ئې پر پاپ نیوکې کړې دي.

ټرمپ په خپل  ټولنیز چینل  «تروث سوشال» کې لیکلي: «باید یو څوک پاپ ته تشریح کړي چې د شیکاګو ښاروال یو بې‌ګټې شخص دی او ایران باید اټومي وسلې ونه لري.»

هغه له دې پیغام سره د شیکاګو د ښاروال او پاپ د لیدنې انځور هم خپور کړی دی.

برانډن  جانسن، چې د امریکا د دریم لوی ښار، شیکاګو، ښاروال دی، د نږدې ۵۰ سیمه‌ییزو چارواکو په ملتیا روم ته سفر کړی و. دغه سفر په امریکایي رسنیو کې پراخ انعکاس درلود

جانسن د ټرمپ له پېژندل شویو منتقدینو څخه دی او مخکې یې د ایران پر ضد د جګړې د مخالفت او همدارنګه د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ سیاستونو په اړه د پاپ لېو څوارلسم د دریځ ملاتړ کړی و.

د شیکاګو ښاروال له دې لیدنې وروسته ویلي چې هغه د پاپ له «زړورتیا، ځواک او اخلاقي دریځ» څخه د ایران د جګړې په اړه مننه کړې ده.

هغه دغه لیدنه د ملکي رهبرۍ او اخلاقي مرجعیت ترمنځ د همغږۍ یوه بېلګه بللې ده.

د ټرمپ او پاپ لېو څوارلسم ترمنځ اختلافات هغه مهال زیات شول چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو د جګړې پر سیاستونو نیوکه وکړه. ټرمپ مخکې هم په «تروث سوشال» کې پاپ «د جرمونو پر وړاندې کمزوری او په بهرنۍ تګلاره کې ډېر کمزوری» بللی و.

د امریکا ولسمشر له پاپ څخه غوښتي وو چې د سیاسي موضوعګانو پر ځای پر خپلودینی  مسئولیّتونو تمرکز وکړي.

تېره میاشت پاپ لئو څوارلسم د خپلې مشرۍ د لومړۍ کلیزې په مناسبت وینا کې، او یوه ورځ وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر Marco Rubio سره ئې په واتیکان کې ولیدل، له خدایه وغوښتل چې د نړۍ مشران د نړیوالو کړکېچونو د کمولو او د کرکې او  ترینګلتیاؤ  دکمولو لوري ته وهڅوي.

پاپ له مؤمنانو وغوښتل چې دعا وکړي څو د نړۍ حکومتونه له تاوتریخوالي لاس واخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4355252

captcha