IQNA

د نیویارک ښاروال د ایران په ضد له جنګ سره بیا ځلې مخالفت وکړ

13:05 - May 30, 2026
د خبر لمبر: 3492840
ایکنا - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم له‌خوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا  په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي  چې دغه جنګ  باید پای ته ورسېږي.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور  ورکړ، د نیویارک ښاروال زهران ممداني د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزچینل  «ایکس» کې په یوه پیغام کې د امریکا د  غیر قانوني جنګ پراخو اغېزو ته په اشارې سره ولیکل: «درې میاشتې مخکې په همدې ورځ داسې جګړه پیل شوه چې هېچا ورته رأیه نه وه ورکړې، خو لګښت ئې هغو خلکو پرې کړی چې هېڅ رول ئې پکې نه درلود.

ممداني ټینګار وکړ: زرګونه عام وګړي وژل شوي دي او دیارلس امریکائي عسکر  هېڅکله خپلو کورونو او کورنیو ته بېرته ستانه نه شول.

هغه زیاته کړه: په ټولې امریکا کې خلکو د تیلو او خوراکي توکو د بَیو لوَړېدل لیدلي دي او د هغوي بودجې د داسې جنګ له امله زیانمنې شوې  چې حتی د کانګرس له یوې رایې پرته پیل شوې ده.

د نیویارک ښاروال وویل:  هر هغه انسان چې له امریکا بهر وژل شوی او هر هغه ډالر چې له یوه مزدورکارې امریکائي کورنۍ اخیستل شوی، د هماغې بې‌پروا بیَې برخه ده چې هغو کسانو پر بېوځلو خلکو تپلي دي   چې خپله ئې هېڅکله نه پرې کوي.

د امریکا او صهیونیستي رژیم ګډ پوځي تېری د اسلامي جمهوریت پر ضد د ۱۴۰۴ کال د کب  د میاشتې په نهمه نېټه (د ۲۰۲۶ کال د فرورۍپه  ۲۸ ) د ایران پیل شول چې تر دې دمه ئې د امریکا د مالیاتو ورکونکو ته هیڅ ګټه نه ده درلودلې بلکې  ددغه سپير او تپلي جنګ  له امله ئې  د شیانو  د بیّو  د زیاتیدا کتونکي دي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې د ایران او امریکا ترمینځ د سیمې د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې روانې وې. د ایران اسلامي جمهوریت د دغه پوځي تېريو  په  هماغه پیل پسې ، مناسب، هدفمند او قاطع ځواب ورکړ  چې  امریکا او صهیونیسټي رژیم ئې په یوې سترې جبئ کې ګیر کړي دي..

https://iqna.ir/fa/news/4354881

captcha