
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په تهران کښې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره کتنه وکړه او د ترټولو مهمو دوه اړخیزه موضوع ګانو او د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو په لاره کښې د نویو ډيپلوماټیکو نوښتونو په اړه یې مشوره وکړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کښې دواړو لورو د امریکا او د ایران تریمنځ د خبرو اترو په لاره کښې د نویو ډيپلوماټیکو نوښتونو او د سیمې د بدلونونو په اړه غور وکړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي بیګا تهران ته رسیدلی او د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په هوايي ډګر کښې د هغه هرکلی وکړ.
محسن نقوي په تیرو اونیو کښې څو ځله تهران ته راغلی و.
راپورونه وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر او د لومړي وزیر شهباز شریف لخوا د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سید مجتبی خامنه اي لپاره یو پیغام راوړی دی..
وروستی خبر دا چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پیغام اوس د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود سید مجتبی خامنه اي ته رسول شوی دی.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173898