IQNA

په عربستان كښې «الاسلام» اطلاع رسوونكې مركز شورو شو

21:36 - January 24, 2011
د خبر لمبر: 2069778
نړيواله ډله: «الاسلام» اطلاع رسوونكې مركز پرون د عربستان د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت له خوا شورو شو.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د مليشيا له خبری اژانس (Bernama) یې نقلوی، په دې اطلاع رسوونكی مركز كښې ځينې مطلبونه او اسلامی مفهومونه په اوو ژبو لكه انګريزی، فرانسوی، هلنډی، تركی، مالايی و اينډونيزی كښې خپریږی.
په دې مركز كښې څلور برخې دی چې قران، حديث، ميراث او د حج تمتع او عمرې په هكله پكښې معلومات دی او په هره برخه كښې د قران مفاهيم، دينی پوښتنې، څیړنې او معلومات د كتونكيو د زده كړې لپاره پراته دی.
د عربستان د اسلامی چارو او اوقافو وزير شيخ «صالح بن عبدالعزيز الشيخ»، د دې اطلاع رسوونكی مركز(www.al-islam.com) د چلولو ذمه په خپلې غاړې اخستې ده
735090
captcha