IQNA

په دمشق كې د اسلامی مالياتی ادارو او اسلامی بانكونو شپږم نړيواله ناسته تر سره كیږی

17:02 - January 30, 2011
د خبر لمبر: 2072408
نړيواله ډله: د شام په پلازمينې دمشق كې د اسلامی مالياتی ادارو او اسلامی بانكونو دوه ورځنۍ ناسته د راتلونكی ميلادی كال په ‏جون مياشتې كې تر سره كیږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ‏Balkans.com‏ ويب پاڼې یې نقلوی د اسلامی بانكدارۍ په ‏ميدان كې د يو بل له تجربو ګټه او استفاده كولو لپاره د اسلامی مالياتی ادارو او اسلامی بانكونو شپږمه ناسته د شام په پلازمينې ‏دمشق كې تر سره كیږی. په ميلادی كال 2011ء كې ترسره كيدونكې دې ناستې كې د اسلامی هيوادونو سټیټ بانكونه مشرانو، ‏اسلامی بانكونو او اسلامی مالياتی ادارو استازو په ګډون سره د مسلمانانو اقتصادی ماهران هم ګډون كوی.۔ ‏
د اسلامی بانكدارۍ فعاليتونو جاجونه، په نړيوالې منډی كې د كاميابۍ لارې، د اسلامی بانكدارۍ د پرمختګ څیړنه او اسلامی مالياتی ‏ادارو او اسلامی بانكونو ته راپیښ ګواښونه هغه موضؤعات دی چې په دې اجلاس كې څیړلی كیږی ‏
په دې ناسته كې به كابو اته سوه اقتصادی ماهران او كارپيژاند ګډون كوی.۔
‏737988‏
captcha