د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی رامين مهمان پرست وويل د اسلامی ايران په باور دا خطرناك كار د اسلامی سپیڅلتياوو د بشړې يهودی كولو لپاره يو بل ګام دی او يو ځل بيا یې د صهيونسټ رژيم توكم پال ماهيت او الهی دينونو ته د هغوی سپكاوی ثابت كړ چې دا مسله په نړيوالې ټولنې د واكمنې چوپتيا او د سيمې د هيوادونو له خوا د مناسب غبرګون له نه ښودلو څخه د صهيونسټ رژيم د ډاډه كيدو ښودنه كوی.
ښاغلی مهمان پرست وويل اسلامی ايران له ټولو نړيوالو او سيمه ايزو ارګانونو او موسسو په تيره بيا د اسلامی ملګرتيا له موسسې او د هغې د قدس شريف له كمیټې چې د جوړيدو اصلی هدف یې د صهيونست رژيم د جنايتونو په وړاندې د اسلامی ټاټوبو حفاظت وو غواړی چې د خپلو مسووليتونو په چوكاټ كې له دغه بشری ضد اقدام سره د مقابلې لپاره كلك چلند ولری. ده وويل چې د نړۍ ازادی غواړی او دحق او عدالت پلويان هم بايد د صهيونسټ رژيم له دغه اقدام سره كلكه مقابله وكړی.
926577