IQNA

اسلامی مقاومت د اسرائيلو لپاره د قدس د پلازمينه كيدو خنډ دی

0:04 - January 27, 2012
د خبر لمبر: 2262701
بين المللی ډله: كه څه هم صهيونيسټی رژيم نن سبا د اسرائيلو او يهودی ولس د پلازمينې په توګه د قدس شريف د اعلانولو د نژاد پال قانون د تصويبولو لپاره كوشش كوی خو په ايران، لبنان او فلسطين كښې به اسلامی مقاوت هیڅكله اجازه ورنكړی چې د اسرائيلو دغه خوب رښتنۍ شی.
په فلسطين او لبنان كښې د اسلامی شوری رئيس «محمد نمر احمد زغموت» د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه ټكی په بيانولو سره ووئيل: قدس او مسجدالاقصی مهم اسلامی ځايونه دی او د اسراء د مباركې سورې په وړومبی آيت كښې په دې مسئلې باندې ټينګار شوې دی او راغلی دی: «سُبْحَانَ الَّذِی أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِی بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِیَهُ مِنْ آیَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ» يعنې ( پاك او منزه دی هغه (خداې) چې خپل بنده ئې په شپه كښې له مسجدالحرام څخه د مسجدالاقصی په لور چې د هغه خواوشا ته مو بركت وركړ، بوتلو چې هغه ته خپلې يو شمير نښې نښانې وښايو بې شكه چې هغه ليدونكی او اوريدونكی دی).
«محمد نمر احمد زغموت» په دوام كښې زياته كړه: په نبوی حديثونو كښې هم د قدس شريف مهم مقام ته په اشارې سره په مسجدالاقصی كښې د نمونځ ترسره كول، څو چنده ثواب لری، نو په دې وجه يو مقدس او الهی ځائې دی او د آسمان او ځمكې د پيوندولو ټكی دی ځكه چې د اسلام ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) له مكې مكرمې نه مسجدالاقصی او له دغه جومات نه ئې آسمان ته عروج وكړ.
د فلسطين د اسلامی شوری رئيس څرګنده كړه: صهيونيسټی رژيم نن سبا د ټول فلسطين د يهودی كولو كوشش كوی او په دې موخه خپلې برنامې او پلانونه په ورو ورو پرمخ بيائی څو د قدس د پلازمينه كولو خوب رښتنۍ كړی، هغه خوب چې د هغه رښتنی كيدل د امريكې او د نړيوال استكبار په ګټه دی.
دوی په دې بيان سره چې د ايران اسلامی جمهوريت د امام خمينی (رح) په مشرۍ د انقلاب د كاميابۍ له وختو نه تراوسه پورې د فلسطين د ولس ملاتړی دی، ووئيل: كه څه هم صهيونيسټی رژيم نن سبا د اسرائيلو او يهودی ولس د پلازمينې په توګه د قدس شريف د اعلانولو د نژاد پال قانون د تصويبولو لپاره كوشش كوی خو په ايران، لبنان او فلسطين كښې به اسلامی مقاوت هیڅكله اجازه ورنكړی چې د اسرائيلو دغه خوب رښتنۍ شی.
940594
captcha