IQNA

د نجف د د ينی شخصيتونو ميوزيم جوړيدونكی دی

22:27 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263631
بين المللی ډله: د نجف اشرف د مستند جوړونې او تاليف مركز د ( نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ پايتخت ) د طرحې په لړ كښې د نجف د دينی مشهورو شخصيتونو د ميوزيم د جوړولو خبر وركړ.
د radiosawa د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: د نجف اشرف د مستندجوړونې او د تاليف د مركز غړی محمدالكرباسی څرګنده كړه: دغه مركز غواړی د نجف د طرحې په لړ كښې د نجف د دينی او ادبی شخصيتونو د ځانګړتياو د وړاندې كولو په موخه د دغو شخصيتونو ميوزيم پرانيزی.
همداراز ټاكل شوې ده د نجف د مستندجوړونې او تاليف مركز د نجف د طرحې لپاره د چمتووالی په لړ كښې په زرهاو خطی نسخې او كتابونه چاپ كړی.
د دغه رپورټ له مخې د نجف د طرحې مسئولان نن سبا د نندارتونونو د ښار د طرحې وروستی مراحل اجرا كوی چې په هغو كښې به نادرې خطی او لاسی نسخې او اسلامی آثار وړاندې شی.
939900

captcha