IQNA

د قرآن په نړيوال نندارتون كښې د قرآن د اردو ژباړې نه پرده پورته كیږی

1:01 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2393192
د ادب ډله: د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د پائې د مراسمو د ترسره كيدو په وخت پرون يعنې د زمری د مياشتې په ٢٤نیټه د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير او په خيريه چارو او د اوقافو د سازمان د سرپرست او د ولی فقيه د استازی او د وحی د ترجمو د مركز د رئيس په شتون سره د قرآن كريم د اردو ژبې مخ كتنه كیږی.
د وحی د ترجمې د مركز رئيس حجت‌الاسلام و المسلمين محمد نقدی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د اختتاميه مراسمو د ترسره كيدو په وخت د قرآن پاك د اردو ژبې د ترجمې د مخ كتنې خبر وركړ.
دوی د دې خبر په اعلانولو سره زياته كړه: د دغې ترجمې د وړاندې كولو لپاره له دريو نه تر څلورو كالو پورې وخت لګيدلے دے چې په دغه موده كښې مو د برصغير د مشهور ژباړونكی او روشنفكره شخصيت سيدابوالعلاء موجودی په قلم د اهلسنت له اردو ژباړې او د شيعه مترجم محسن علی نجفی لخوا د شوې اردو ترجمې نه ګټه اخستې ده.
د نقدی په وينا دغه دواړه ترجمې په اسلامی نړۍ كښې د اردو ډيرې مشهورې او رايجې ترجمې دی او تراوسه پورې په دې برخه كښې له ٢٥٠نه زياتې ژباړې چاپ شوې دی. دغه اردو ژباړه چې د قرآن په نندارتون كښې ئې مخ كتنه كیږی، له ایټاليائی، هسپانوی، استنبولی تركۍ، آذری تركۍ او د چينی ژبې له مختلفو ترجمو نه پس اومه ترجمه يا ژباړه ګڼله كیږی.
د وحی د ترجمو د مركز رئيس ټينګار وكړ: دغه ترجمه د شيعه او سنی اتحاد او وحدت د رامينځته كولو په دليل ترسره شوې ده چې د دې كار لپاره نوموړې دوه ترجمې غوره شوې او د ژباړونكو د كورنيو په اجازې سره بيا وكتلې شوې او ځينی اصلاحات پكښې وشول او اوس افتتاح ته چمتو ده. 1077540

captcha